Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چمن کې ۴ خبریالان د پرلت پوښښ له امله پاکستاني پولیسو جلب کړي

پاکستاني ځواکونو په چمن کې څلورو خبریالانو ته له دې امله جلب استولی چې هلته یې روان پرلت ته پوښښ ورکاوه.

مولاداد سلطان، احمد ظاهر، حضرت علي عيار او حبيب الله بشردوست هغه سيمه ییز  خبريالان دي چې د یو مکتوب له لارې جلب شوي دي.

دغه خبريالان طلوع نیوز ته وایي، د پاکستان حکومت د رسنيزو اصولو خلاف ورباندې عريضه کړې ده او د رسنیو نړیوال ملاتړي بنسټونه باید په دې اړه ګامونه اوچت کړي.

 د چمن خبریال مولاداد سلطان: «موږ له پرلت څه ریپوټینګ کړی، د هیچا ضد مو ګام ندی اخستی، خو بیاهم ریاست داسي ګام واخست.»

چمن کې بل خبریال احمد ظاهر طلوع نیوز ته و ویل: «موږ یوه خبره په ډاګه کوو چې موږ به د خپل وطن تر خبرې هېڅکله تېر نشو.»

بل خبریال حضرت علي عیار و ویل: «موږ نه پوهېږو چې له موږ سره په لاس کې کامرې ولې حکومت ته تشدد ښکاري.»

حبیب الله بشردوست: «موږ یوازې د ټولنیزو رسنیو فعالان یو او له رسنیو سره زموږ هېڅ اړیکه نشته خو بیا هم حکومت موږ په نښه کړي یو.»

په همدې حال د چمن پریس کلب او د چمن پرلت مسوولين هم د یادو خبريالانو نيولو په موخه د جلب لېږل د رسنیو فعاليت سانسور او خلکو غږ چوپ کولو هڅه بولي.

د چمن پرېس کلب غړی عمران خان پښتونیار وایي:«زموږ پر ضد متاسفانه ریاست ګام اخستی، خو موږ به په هیڅ ډول له خپلو فعالېتونو لاس واخلو.»

د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی بیا داسې وایي: «دا کار موږ په کلکو ټکو غندو او له نړیوالو رسنیزو بنسټونو یې د مخنیوي غوښتنه کوو.»

“ریاست غواړي رسنۍ سانسور کړي او له دې لاري پر پرلت فشارو واچوي، خو بریالي به نشي.”

چمن کې له تېرو څه باندي اوو مياشتو راهيسي د چمن - سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو غبرګون کې پرلت روان دی چې وروستیو ناستو کې يې د ځایي ادارو له لوري د خبري پوښښ د مخنیوي په پار د انټرنيټي شبکو فعالیت هم درول شوی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه