بامیان کې یوې متشبثې ښځې د سل زره افغانیو په لګښت شلو نورو ښځو ته د لاسي صنایعو او رسټورانټ په برخه کې د کار زمینه برابره کړې.
بې نظیر ابراهیمي وايي، له دې کوچنۍ پانګونې یې موخه د هغو مېرمنو لاسنیوی دی چې د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده.
بې نظیر ابراهیمي د طلوعنیوز خبریال ته وویل: « ۲۰ ښځې دلته په کار بوختې دي. د هټۍ او رسټورانټ په برخه کې ښځې ډېر کار کوي او دوی غواړي له دې ځایه یې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.»
دا کارګرې ښځې له سرپرست حکومت غواړي څو له اقتصادي فعالیتونو یې د ملاتړ وکړي.
رقیه احمدي چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ، ده دلته یې تازه د لاسي صنایعو تولیداتو برخه کې کار پیل کړی.
رقیې احمدي وویل: « شپږ تنه یو کور کې، دلته کار کوم ښه ده. خاوند مې کور کې بیکاره ده او له دې ځایه مو په اقتصاد پیل کړی. خدای لوی دی.»
یو بله متشبثه، عاتکه هم وایي: « دلته چرمه دوزي کالي جوړوو او د خامک دوزیو او لاسي ګنډل شویو ډولونه لرو.»
په همدې حال د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه ولایت کې یې ځینې ننداتونونه په پام کې نیولي دي.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، صفي الله رائد وویل: « شاوخوا ۷ یا ۸ نندارتونونه پلان شوي، چې په مرکز او ولسوالیو کې به ترسره شيو او د یونسکو له لوري هم دلته یو نندارتون جوړیږي.»
دامهال بامیان کې زرګونه ښځې د لاسي صنایعو په تولید بوختې دي او د ژوند ډېری اړتیاوې د لاسي صنایعو پلور له لارې پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه