Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو درېیو میاشتو کې ۲۰ زره سېلانیانو له کاپیسا لیدنه کړې

د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تېرو درېیو میاشتو کې له ۲۰ زرو ډېرو سېلانیانو ددغه ولایت له تفریحي سیمو لیدنه کړې.

د دغه ریاست د مسوولینو په خبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د سېلانیانو لپاره د یو معیاري هوټل جوړولو چارې هم پیل شوې دي.

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر، نصرت الله نصرت وویل: « وزارت ته مو وړاندیز وکړ چې دغه ځای کې  یو معیاري هوټل یا لږ تر لږه د اوسېدو لپاره یو ځای ولرو چې کله ګرځندویان راشي خپل توکي کیږدي او نور هرځای ته چې ځي لار شي.»

په همدې حال سېلانیان وايي کاپيسا د تفریح او ګرځندوی لپاره ډېر ځایونه لري او له مسوولینو د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

د مزارشریف اوسېدونکي، مظفر وویل: « شمالي ریښتیا چې ډېر ښکلی ځای دی، راغلو ومو کته او د صیادو له ریګ روان مو خوند مو واخیست.»
 
د بامیان اوسېدونکي، عبدالله فرامرز هم وویل: « موږ له ملګرو سره راغلو، ځای ډېر ښکلی وه خوند مو واخیست.»

کاپیسا د پلازمینې په ګاونډ کې پروت سمسور او ښکلی ولایت دی چې د پسرلي موسم کې د هېواد له ګوټ ګوټه ورته ډېری سېلانیان راځي.

د پروان اوسېدونکي، نورالله وویل: « زما له نظره د کاپیسا ریګ روان ډېر ښکلی ځای دی، چې د ټولو پام جلبوي، واقعاً ډېر ښکلی ځای دی.»

د مسوولینو په خبره تر دې دمه هیڅ بهرنی سېلاني دغه ولایت ته نه دی ورغلی او زیاتوي چې د صیاد ملي پارک، ریګ روان او د تګاب جاذبې هغه ځایونه دي چې له ټول هېواده یې سېلانیان لېدو ته ورځي.

شریک یي کړئ