Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه د افغانانو ایستلو د لړۍ چټکتیا

د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، په وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو لمخې هره ورځ نږدې درې زره افغانان له ایرانه د اسلام کلا پولې له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنېږي.

د اسلام کلا بندر د کډوالو بندر امر، عبدالله قیومي وویل: « د ایران په کمپونو کې د کډوالو وهل ټکول، ځورول او له هغوی پیسې اخیستل هغه څه دي چې ټولو ته مالوم دي.»
  
د ایراني پولیسو له لوري د پاسپورټ او ویزې لرونکو افغانانو شړل هغه ستونزه ده چې د سیمه ییزو مسوولینو په خبره وروستیو میاشتو کې زیاته شوې.

د هرات اسلام کلا بندر کمیسار، حضرت الله زعیم اغا په دې اړه وویل: « ځینې ورځې ایستل ډېر وي، ځینې وخت ۱۰ تر ۱۵ او ځینې وخت ۳۰ تر ۴۰ کسان چې ویزې هم لري له ایرانه ایستل کیږي او ځینې وخت هم یو کس چې څلور ورځې یې کیږي تللي وي، بېرته را ایستل کیږي.» 

له ایرانه ځینې تازه را ایستل شوي افغانان هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلن شکایت کوي.

د دوی په خبره ایراني پولیسو او ښاروالۍ په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخیستې.

هرات کې د ایران کونسلګرۍ په ځلونو د دغه هېواد پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلن ادعا رده کړې ده.

له ایرانه را ایستل شوي، محمد اکبر وویل: « اصفهان کې یې هم له موږه پیسې واخیستې، بیا چې له هغې ځایه تر سنګ سفیده هم له موږه پیسې واخیستې او تر دې ځایه راسره ۱۲۰ تومن پاتې دي او د شیرینې په پلمه له موږه ۱۰ او شل تومن رڅخه اخلي.»

له ایرانه یو بل را ایستل شوي، میراقا هم وویل: « تر دې ځایه چې راځي ۷ څخه تر ۸ میلیونه روپۍ دې له لاسه ځي. ټولې پیسې دې اخلي.»

له ایرانه ډېری را ایستل شوي افغانان له ګواښوونکو لارو د کارموندنې په موخه په ناقانونه ډول دغه هېواد ته تللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه