د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال پروان کې له خبریالانو او د رسنیو مسوولانو سره د یوې غونډې پرمهال د خبریالانو او هېواد کې د رسنیو ستونزو ته د رسېدنې او پر وخت د اطلاعاتو ورکړې ډاډ وښود.
حیات الله مهاجر فراهي په دې ناسته کې زیاته کړې چې د خبریالانو او رسنیو ستونزو د رسېدنې په موخه یې د وزارت چوکاټ کې یو ځانګړی ریاست رامنځته کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي و ویل: «اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، په کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست فعال شو او دنده به یې دا وي چې په وزارتونو او په ولایتونو کې په خپلواکو ادارو کې سمینارونه جوړ کړي.»
پروان د اطلاعاتو او کلتور رییس، شمس الرحمان صدیقي په دې اړه و ویل: «د وزارت د لارښوونو پر بنسټ، په دوامداره توګه که کومه لارښوونه وي، رسنیو ته دې واستول شي او هغو رسنیو سره چې غونډې یې کړې دي. که خصوصي راډيو وي او که دولتي راډی.»
یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسوولین خراب اقتصادي وضعیت او برښنا لوړ لګښت د رسنیو کار پر وړاندې جدي ستونزې بولي او په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي.
پروان کې د یوې خصوصي راډیو مسوول، مبارز محمدي و ویل: «په پروان کې د رسنیو ټولنه په بشپړه توګه له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د مالیاتو د پرې کولو او د برېښنا د بل پرې کولو وس نه لري.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو شمېر شمالي ولایتونو ته سفر کړی او د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره یې له نږدې لیدنه کړې.