Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنتون د استادانو نوي اثر کې له افغانستانه د پوهانو د کډوالۍ لاملونه

د هرات متخصصینو شورا له لوري د « افغانستان کې د کډوالۍ لاملونو او پایلو» په نامه د تازه چاپ شوي څېړنیز اثر مخکتنه وشوه.

دغه څېړنیز اثر د پوهنتون پنځو استادانو او څېړونکو له لوري ترتیب شوی او له هېواده د پوهانو او متخصصینو د تېښتې پر لاملونو په کې تمرکز شوی دی.

د دې څېړنې پربنسټ اقتصادي ستونزې، د کاري خوندیتوب نشتون او د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دوازو تړل له هېواده د پوهانو د کډوالۍ اصلي لاملونه یاد شوي دي. 

د هرات د متخصصینو شورا رییس، محمد رفیق شهیر وویل: « دې وخت کې د یو پوه له لاسه ورکول او بیا یې ځای ډکول ډېر وخت نیسي څو موږ یو ډاکټر، انجینر او یا د پوهنتون ښوونکی وروزو او په ځانګړې توګه د یوې وروسته پاتې ټولنې لپاره.»

دغه کتاب کې سرپرست حکومت ته له هېواده د پوهانو او متخصصینو کډوالۍ مخنیوي او د هغوی راستنېدنې په پار طرح وړاندې شوې.

د دې څېړنې لمخې، په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر اروپايي هېوادونه، امریکا او کاناډا د زرګونو افغان کډوالو کوربانه دي.

ډېری دغه افغان کډوال د پوهنتون استادان، محصلین، کارپوهان او د حکومت متخصص کادرونه دي.

د پوهنتون استاد، عبدالرحمان کریمي په دې اړه وویل: « هغه هېوادونه چې موږ ویلی شو او خلک یې جلب کړي او د دوی په ګټه دی.»

دغه څېړنه کې راغلي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل، کاري خوندیتوب او د اقتصادي ستونزو حل کولای شي افغانستان ته د پوهانو راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

څېړونکې، راضیه طبیب زاده په دې اړه وایي: « د ټولنې د اقتصادي ستونزو حل هېواد ته د کډوالو راستنېدنې لپاره یوه ښه لاره کیدای شي او دغه راز ځوانانو ته د کاري زمینې برابرېدل.»

تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر هېوادونو خپلې پولې د افغان پوهانو پرمخ پرانیستې دي
.
د دغه څېړنیز اثر د څېړونکو په خبره له هېواده د پوهانو او متخصصینو تېښته زیانمنونکې ده او دا چاره افغانستان د ګاونډیو هېوادونو متخصصینو ته اړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه