Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران ته د اتیا زرو څاریو د قاچاق مخه نیول شوې ده

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې ایران ته د اتیا زره څارویو د قاچاق مخه نیولې ده.

د دوی په خبره د اختر ورځو رانږدې کېدو سره دا شمېرې لوړې شوې او په ورځني ډول ایران ته زر څاروي قاچاق کېږي.

تازه د نیمروز سرحدي ځواکونو د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې ددغو څارویو له قاچاق مخنیوی کړی دی.

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې ایران ته د شاوخوا اتیا زره څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د دوی په خبره په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ څاروي ایران ته قاچاق کېږي خو د لوی اختر په رانږدې کېدو سره دا شمېر زر څارویو ته لوړ شوی دی.

د پنځم سرحدي کنډک قومندان، محمد داوود اسحاق و ویل: زموږ د کنډک سیمه چې ده هغه د نیمروز له پله څخه چې د ایران او نیمروز ترمنځ پوله ده، بیا تر چهل و پنج پورې زموږ د کنډک اړوند سیمه کې ډیر مالونه ایران خواته قاچاق کیږي نو په دغه کې موږ له ۷۰ زرو تر ۸۰ زرو مالونه نیولي دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس، حبیب الله الهام زیاته کړه: له هېواده د څاریو په هره توګه چې وي، قاچاق منعه دی. نو له همدې امله، د نیمروز د ولایت د ولایتي رهبرۍ د سپارښتنې او لارښوونې پر بنسټ هغه زرګونه څاروي چې له هېواده وتل او قاچاق کېدل نیول شوي دي

په همدې حال د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي وايي ایران ته د څارويو قاچاق ډېرېدو سره ددغه ولایت بازارونو کې د څارویو د غوښې بیه لوړه شوې ده.

د نیمروز اوسېدونکي، اختر محمد څرګنده کړه: اوس راغلم پوښتنه مې وکړه، مالونه په ښه لوړه بیه کې دي، چې ایران ته ځي د ملت په ډېر تاوان ده.

څاروي پلورونکي، شیرین و ویل: کار و بار ډير کمزوری دی، کار و بار نشته دی. موږ به مخکې ۱۰ یا ۱۵ پسونه پلورل اوس یو یا دوه پلورو

نیمروز کې د قصابانو ټولنې رییس، غلام سخي و ویل: څاروي ایران ته قاچاق کیږي، ځکه کم دي. نیمروز کې دومره څاروي نشته دی.

یوه قصاب، شمشاد و ویل: که قاچاق نشي نو که موږ یې ۳۰۰ واخلو په ۳۲۰ یې پلورو، که قاچاق نه شي په نیمروز ښار کې ارزانه کیږي.

د زرنج ښار دیرش کیلومترۍ کې فیروزګي سیمه کې د افغانستان او ایران ترمنځ دیوال دی چې له دې لارې ایران ته څاروي لېږدول کېږي خو د اسلامي امارت د سرحدي مسوولینو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ څاروي ایران ته قاچاق کېږي خو د لوی اختر په رانږدې کېدو سره دا شمېر زر څارویو ته لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه