Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د ګرانۍ مخنیوي په موخه د هرڅه ځانګړې بیې ټاکل شوې دي

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم دغه ولایت کې د ګرانۍ د مخنیوي په موخه ځانګړې بیې ټاکلي دي. 

محمد اغا حکیم وایي، پنجشېر کې یې د تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو مخنیوي په پار هم یو کمېټه جوړه کړې ده.

د پنجشېر والي زیاته کړه: « لومړی ځل دی چې د پنجشېر ولایت په کچه بازار کنټرولیږي او هټۍوال نشي کولای هر څه په هغ بیه چې دوی غواړي وپلوري.»

د لوی اختر ورځو رانږدې کېدو سره د پنجشیر اوسېدونکي د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د پیر او پلور ترڅنګ د اختر ورځو ته په چمتووالي بوخت دي.

په همدې حال د پنجشېر یو شمېر هټۍوال او اوسېدونکي وايي، د اختر نږدې کېدو سره د تېر کال پرتله د دغه ولایت بازارونه غوړېدلي دي.

د پنجشېر اوسېدونکي، محمد رضا و ویل: « هغه بیې چې ټاکل شوي په پام کې یې نیسو، او مسلمانان له ګران پلورنې ډډه کوي.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکي، محمود هم و ویل: « له مخکې مو نوبت نیولی و اوس راغلم چې خپلې چمتو شوې جامې واخلم.»

د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره سره ډېری کورنۍ هڅه کوي چې د یو خوشاله اختر لپاره د کورنۍ غړو لپاره نوي کالي او د اختر ورځو کې د مېلمنو لپاره وچه او تازه مېوه وپیري.

د پنجشېر یو شمېر هټۍوال او اوسېدونکي وايي، د اختر نږدې کېدو سره د تېر کال پرتله د دغه ولایت بازارونه غوړېدلي دي

تصویر بندانگشتی

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم دغه ولایت کې د ګرانۍ د مخنیوي په موخه ځانګړې بیې ټاکلي دي. 

محمد اغا حکیم وایي، پنجشېر کې یې د تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو مخنیوي په پار هم یو کمېټه جوړه کړې ده.

د پنجشېر والي زیاته کړه: « لومړی ځل دی چې د پنجشېر ولایت په کچه بازار کنټرولیږي او هټۍوال نشي کولای هر څه په هغ بیه چې دوی غواړي وپلوري.»

د لوی اختر ورځو رانږدې کېدو سره د پنجشیر اوسېدونکي د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د پیر او پلور ترڅنګ د اختر ورځو ته په چمتووالي بوخت دي.

په همدې حال د پنجشېر یو شمېر هټۍوال او اوسېدونکي وايي، د اختر نږدې کېدو سره د تېر کال پرتله د دغه ولایت بازارونه غوړېدلي دي.

د پنجشېر اوسېدونکي، محمد رضا و ویل: « هغه بیې چې ټاکل شوي په پام کې یې نیسو، او مسلمانان له ګران پلورنې ډډه کوي.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکي، محمود هم و ویل: « له مخکې مو نوبت نیولی و اوس راغلم چې خپلې چمتو شوې جامې واخلم.»

د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره سره ډېری کورنۍ هڅه کوي چې د یو خوشاله اختر لپاره د کورنۍ غړو لپاره نوي کالي او د اختر ورځو کې د مېلمنو لپاره وچه او تازه مېوه وپیري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه