Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارزګانی ماشوم خپلو هیلو ته د رسېدو په موخه دوه ساعته په لاسونو مزل کوي

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار کې یو معلول ماشوم له کوره تر ښوونځي پورې دوه کیلومټره په لاسونو مزل کوي.

۱۳کلن محمد کریم چې په دواړو پښو معلول دی، د روښانه راتلونکي په موخه  د ترینکوټ له سویل ختیځ خېرو کاریز سیمې د خپلې کوچنۍ خور په ملتیا له خپل خټین کوره تر ښوونځي پورې دوه کیلومټره مزل کوي.

محمد کریم طلوع‌نیوز ته و ویل: « ښوونځي ته ډېر په سختۍ راځم. ځینې وخت مې خلک په موټر او یا په شاه راوي.»

محمد کریم له معلولیت سربېره د پلار له سیوری، مینې او لورینې هم بې برخې دی.

د هغه کونډه مور او کوچنۍ خور وايي، هیله لري چې محمد کریم راتلونکې کې انجینر یا روغتیاپال شي.

د محمد کریم مور، صدیقه وایي: « هیله لرم چې اولاد مې راتلونکي کې د خپل زحمت پایله وویني او ډاکټر یا انجینر شي.» 

د محمد کریم خور، مرجانې هم و ویل: « هیله لرم چې ورور مې یو تکړه انجینر شي.»

د هغه ښوونکی وايي، سره له دې چې د نوموړي کورنۍ غریبه ده خو بیا هم د ستونزو په زغملو سره هغه په خپلو لاسونو یا د نورو په مرسته په وخت زده کړو ته حاضرېږي.

د محمد کریم ښوونکي، نقیب الله و ویل: « په سختئ ښوونځي ته راځي، یتیم هم دی او داسې وسایل هم نه لري چې له نوموړي سره مرسته وکړي.»

د محمد کریم ګاونډي، صالح محمد هم و ویل: « ډېرې ستونزې لري. تر نورو ماشومانو دوه ساعته وروسته کور ته رسېږي.»

خو د ارزګان سیمه ییز مسوولین محمد کریم ته د ویچلر ترڅنګ د زده کړو برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي.

د ارزګان د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سرپرست، قدرت الله په دې اړه څرګنده کړه: « دغه ماشوم چې په پوره مینې سره ښوونځي ته ځي نو موږ هم په چمتو یو چې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.»

د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اغا ولي قریشي هم و ویل: « راځئ چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړو او دغه ماشوم وهڅول شي څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

ارزګان کې د محمد کریم په څېر ځینې نور معلول ماشومان هم شته چې د معلولیت سره سره زده کړو ته دوام ورکوي، د دغو معلولو ماشومانو کورنۍ له اړونده مسوولینو معلولو ماشومانو ته د یو ځانګړي ښوونیز مرکز رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د ارزګان سیمه ییز مسوولین محمد کریم ته د ویچلر ترڅنګ د زده کړو برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوي

شریک یي کړئ