هرات کې د لوی اختر رارسېدو سره سم د کورنیو تولیداتو اختریز نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون کې وطني دستکولونه، بیکونه، څپلۍ او بوټونه په ۶۵ غرفو کې نندارې او پلور لپاره وړاندې شول.
د نندارتون تنظیم کوونکي،عبدالوهاب امیني و ویل: « دغه نندارتون مو د دې لپاره چې په بازار کې زموږ کورني تولیدات ولیدل شي او خلک وکولای شي د کورنیو تولیداتو کیفیت مالوم کړي او دغه راز د کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره.»
د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي هم و ویل: « اسلامي امارت په بشپړه توګه له کورني صنعت ملاتړ کوي د تولید کوونکو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»
دغه نندارتون کې د ځینو غرفه لرونکو په خبره د بهرنیو توکو وارداتو له امله په بازارونو کې د سیالۍ وس نلري او کاروبار یې له ستونزو سره مخ دی.
غرفه لرونکي، عبدالمالک ابدالي و ویل: « هغه څه چې په چین، پاکستان، ایران او افغانستان کې جوړیږي مواد یې یوشان دي، خو توپير یې دا دی چې دا افغانستان جوړ کړي.»
یو بل غرفه لرونکي، محمد جواد انګوري و ویل: « محصول سل په سلو کې افغانستان کې جوړیږي.»
پر وارداتي بوټانو د ګمرکي تعرفې لوړول له کورنیو تولیداتو د حکومت ملاتړ د دغه پروګرام یوه برخه ګڼل کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: « کوښښ کوو څو د غالیو صنعت او بوټانو د ګنډلو په څېر افغانستان کې د شته صنعت چې کیفیت لري، ملاتړ وکړو.»
هرات کې د بېکونو او بوټانو لویې او وړې کارخونې فعاله دي او سلګونه تنه پکې په کار بوخت دي.
دغه ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدونکي وایي، تولیدات یې د لوړ کیفیت لرلو له امله یو شمېر ګاونډویو هېوادونو ته صادرېږي.