Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اختریزو رخصتیو بامیان ته د سېلانیانو ورتګ زیات کړی دی

اختریزو رخصتیو ډېری هېوادوالو ته د ګرځېدو فرصتونه برابر کړي دي. 

ځينې دغه هېوادوال چې د بامیان تفریحي ځایونو ته ورغلي وایي، د دغو سمسورو سیمو ښې اب و هوا سره یې ارامتیا حس کړې ده. 

د بامیان ښار شمال ته په شل کیلومټرۍ کې د قاضیان دره یوه ښکلې او له طبیعي ښکلاو ډکه سیمه ده چې د بند امیر ملي پارک وروسته په وروستیو کلونو کې د سېلانیانو لپاره مهمه سیمه ګڼل کېږي.

ګرځندوی، سید کفیل موسوي و ویل: « له رخصتیو مو کار واخیست او له ملګرو سره تفریح ته راغلو. دا ډېر ښه ځای دی او نن ورځ ډېره ښه تېره شوه.»

یو بل ګرځندوی، یاسر هم و ویل: « نن له کابله فولادي قاضیان ته راغلو. دلته بې له شه ډېره ښه تېریږي.»

دغه هېوادوال بامیان کې د امنیت ټینګښت او د لارو خوندیتوب ته خوشحاله دي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت تفریح ځایونو کې سېلانیانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

سیلاني، سید اسرار و ویل: « په تاریخي ځایونو کې دې پارکونه جوړ شي او د لوبو زمینه دې برابره شي، ځکه دا ډېر ښه ځای دی او خلک ډېر خوند اخلي.»

یو بل سېلاني، علي حسین هم و ویل: « حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره چمتووالی نیولی دی او موږ له امنیتي ستونزې پرته بامیان ته راغلو.»

د بامیان سیمه ییز مسوولین وايي دغه ولایت کې د سېلانیانو د امنیت ټینګښت په پار یې امنیتي تدابیر څو برابره لوړ کړي دي.

د بامیان والي، عبدالله سرحدي و ویل: « د امنیت ټینګښت لپاره ټول امنیتي ځواکونه په دنده دي و هر ځای کې پلټنې روانې دي او د خلکو امنیت ټینګ دی.»

هېواد کې د ګرځندوی صنعت له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په کم ساري ډول غوړېدلی دی او هېوادوال هڅه کوي د رخصتۍ ورځې د کورنۍ له غړو او دوستانو سره د بېلابېلو ولایتونو په تفریحي ځایونو او سمسورو سیمو کې تېرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه