د لوی اختر په ورځو کې نږدې ۵۰ زره کورني سیلانیانو د کونړ ولایت له بېلابېلو جاذبو لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د سیلانیانو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوي؛ څو په اسانۍ سره د دغه ولایت له جاذبو لیدنه وکړي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د لوی اختر ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو زرګونه سیلانیانو د دغه ولایت له ګڼو سیمو لیدنه کړې.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، جنت ګل فدا وايي:(تر دې دمه کونړ ته، نږدې پنځوس زره سیلانیان راغلي دي، چې د کونړ درو، سردرو او آبشارونو یې خوند اخېستی دی.)
سیلانیان وایي، د خپل ذهني آرامښت په موخه یې غوره وګڼله چې کونړ ته راشي.
سیلاني، سمیع الله وايي: (ماشاءالله کونړ چې څنګه یې له نوم نه معلومېږي کونړ یو سرسبزه ولایت دی، همدغه ډول سرسبزه وو، ښې چکرې مو په کې ووهلې، ښه خوند مو ترې واخېسته.)
سیلاني، زړګی هم وايي:(ژوند چې دی همدغه خوند یې دی، چې چکر مو وواهه او په خیر باندې، ټول خلک راغلي ننګرهار نه، هم د قندهار نه، پکتیا هر ولایت نه، خلک راغلي او ډېر ښایسته ځای دی.)
ورته مهال کونړ ته تللي یو شمېر سیلانیان وایي، ولایتونو ته د سیلانیانو په تګ راتګ سره د قومونو ترمنځ مینه، یووالی او پېژندنه زیاتېدلی شي چې په خبره یې د اختر ورځې یې مناسب فرصت دی.
سیلاني، شکور غورځنګ په دې اړه د طلوع نیوز خبریال ته و ویل:(په دا شان ښو ورځو کې، په دې شان خوږو ورځو کې تګ راتګ د ځوانانو له یو بل ولایت سره مینه زیاتېږي، اړیکې قوي کېږي، اړیکې پیاوړې کېږي.)
کونړ ته راغلي سیلانیان دغه راز وایي که د دغه ولایت لرې پرتو سیاحتي سیمو ته د غځېدلو سړکونو د رغونې ترڅنګ د برښنا آسانتیاوې برابرې شي د کورنیو سیلانیانو دا شمېر به تر دې څو برابره ډېر او ورسره به د بهرنیو سیلانیانو پام هم ور واوړي.