Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د کورنیو شاتو د بازار نشتون فارم لرونکي اندېښمن کړي

د شاتو بازار سړېدو په جوزجان کې د شاتو مچیو فارم لرونکي اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره د اقتصادي ستونزو له امله هېوادوال لږ شات پیري.

د جوزجان اوسېدونکی، ۳۵ کلن عادل شاه وایي، د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په موخه یې ۶۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د شاتو مچیو د روزنې فارم جوړ کړی دی. 

عادل شاه وایي تر دې دمه یې له پنځه سوه کیلوګرامه شاتو یې لس کیلوګرامه هم نه دي پلورل شوي. 

هغه طلوع‌نیوز ته زیاته کړه: « موږ ۵۰۰ کیلو شات ترلاسه کړل، خو تر دې دمه مې ۱۰ کیلو هم نه دي پلورلي. یو لامل یې بازار ته د بهرنیو شاتو واردول دي چې ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ پلورل کیږي او زموږ د شاتو بازار خرابوي.»

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په کوردننه تولید شوي شات د واردېدونکو شاتو په پرتله ارزانه او ښه کیفیت لري او هېوادوال باید له کورنیو تولیداتو ګټنه وکړي.

د جوزجان اوسېدونکي، شاه رخ جوینده و ویل: « زموږ وطني شات له بهره واردېدونکو شاتو ښه کیفیت لري. باید له وطني شاتو ګټه واخلو چې هم د کیفیت له اړخه او هم د بیې له اړخه ښه دي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکي، ایمل حیدري هم و ویل: « له بهرنیو شاتو کورني شات ښه دي او زموږ د اقتصاد د ودې سبب کیږي.»

خو د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو ودې او ملاتړ په موخه ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر، سمیع الله حکیمي و ویل: « موږ له هغو کسانو سره چې د شاتو د مچیو فارم جوړوي، له مسلکي اړخه همکاري لرو او له مالي اړخه هم د کرنې ریاست له لوري ملاتړ شته دی.»

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو پربنسټ دا مهال دغه ولایت کې د شاتو مچیو درې فارمونه فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه