Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نبي عمري: اروپا کې د غونډو ګډونوال د افغانستان استازولي نه کوي

د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمري اروپایي هېوادونو کې د اسلامي امارت د مخالفینو ناستې د افغانستان په ګټه نه بولي. 

محمد نبي عمري د خوست د نوي والي د معرفي په مراسمو کې دغه راز ویلي، د دغو ناستو ګډونوال د افغانستان استازولي نشي کولای.
 
محمد نبي عمري وويل: « بيا هم غواړي چې وطن ناامنه کړي، فساد او ستونزې رامنځته کړي خو انشاالله داسې به نه کيږي. دا فاسدين د افغانستان استازيتوب نه کوي دا به بيا هم ذليله کيږي. وطن کې امن دی او يو حاکميت دی او په ټوله جغرافيه د افغانستان باندې امارت حاکم دی، که څوک موږ تهديدوي او پیغامونه راليږي دا خلک دې د امريکا او ملګرو څخه عبرت واخلي او خلک به يې پر وړاندې ودريږي او د دې نظام او وطن لپاره به قرباني ورکړي.»

د هغه په خبره، اسلامي امارت په ټول هېواد واکمن دی او هيڅ چاته هم اجازه نه ورکوي څو سر پورته کړي. 

دغو مراسمو کې د خوست نوي والي، عبدالقیوم روحاني ډاډ ورکړ چې د خوست د خلکو ستونزو ته به ورسېدنه وکړي. 

عبدالقيوم روحاني زیاته کړه: « موږ هم دا تمه لرو چې ستاسې لپاره خدمت وکړو او په وروستۍ ورځ چې رخصتيږو دعا راته وکړئ د اوس لپاره دا دعا راته وکړئ چې په دې مسووليت کې بريالي شو.»

د خوست قومي مشرانو بیا له نوي والي د قومي جوړښتونه د پياوړتيا او د بيا رغونې پروژو د پلي کېدو غوښتونه وکړه. 

قومي مشر، توريالي منګل وويل: « د خوست خلک د هر هغه چا ملاتړ کوي، چې د خوست ګټو، کلتور، دودونو او يوالي ته ژمن وي.»

يو بل قومي مشر قادر خان،  هم وويل: « د بندونو، سړکونو او نورو پروژو کارونه چې پيل شي عام خلک بې وزله دي، د کار زمينه به هم ورته برابره شي او د کورنۍ لپاره به نفقه پکې برابروي.»

تر دې وړاندې بسم الله عبدالله د خوست والي و چې اوس د اسلامي امارت د رهبر په حکم د استخباراتو عمومي ریاست اداري مرستیال ګومارل شوی دی.

شریک یي کړئ