د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې د پریمانه اوبو له امله په دغه ولایت کې د شولو کروندې ۳۵ سلنه زیاتې شوې دي.
د یادې ادارې د مالوماتو لمخې، سږکال په هرات کې پر څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکې شولې کرل شوې دي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، محمد نسیم سحر وايي: «هغه وریجې چې په هرات کې کرل کیږي، معمولاً یې ښه پایله ورکړې ده. سږ کال چې یو کرنیز کال دی، شولې کښت د تېر کال پرتله ۳۵ سلنې زیاته شوې ده.»
یو شمېر کروندګر بیا وايي، سږکال په هریرود سیند کې د اوبو د زیاتوالي له امله یې پر خپلو ډېری کرنیزو ځمکو شولې کرلې دي.
عبدالرحیم د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې پخپله اته جریبه کرنیزه ځمکه شولې کرلې دي.
د نوموړي په کروندو کې د هریرود سیند پریمانه اوبه د وچکالۍ کمېدو او د یوه آباد کال نښه ده.
ددغه کروندګر په خبره سږکال یې خپلې ډېری کرنیزې ځمکې باندې شولې کرلي دي او هیله من دی چې د تېر کال په پرتله به یې حاصلات ډېر وي.
عبدالرحیم طلوع نیوز ته و ویل: «سږ کال ډېر هیله من یو او د ځمکې د سطحې اوبه هم ډير راپورته شوې دي. سیند هم اوبه لري او د تېرو څو کلونو پرتله سږ کال ډېر ښه کال دی.»
سږنیو ورښتونو او اوبو ډېروالي ته پام د هرات ډېری ولسوالیو کې کروندګرو د شولو کرلو ته مخه کړې ده.
د ډېرې ګټې په پار د شولو کښتونه د کروندګرو لپاره ګټور بلل کېږي.
کروندګر، عبدالغني وايي: «تېر کال مو شاوخوا ۱۵ تر ۱۶ خروارو شولې ټولې کړې، سږ کال امکان لري چې له ۲۵ تر ۳۰ خروارو شولې راټولې کړو. یانې د تېر کال دوه برابره مو کرلې دي.»
یو بل کروندګر، عبدالقادر وايي: «تېر کال مو دوه جریبه شولې وکرلې، خو سږ کال مو په څلورو جریبو کې کرلې دي. سږ کال مو د شولو کښت زیات کړی دی ځکه تېر کال که دوه جریبه و سږ کال څلور جریبه شوی، سږ کال اوبه زیاتې دي.»
د هریرود سیند پر غاړه د ګذرې، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو کې شولې کرل کېږي.
د شولو کښتونه پریمانه اوبو ته اړتیا لري او له کرلو تر حاصلات پورې یې رېښې باید تر اوبو لاندې وي.