Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځي لپاره د معیاري ودانۍ نشتوالی؛ د فاریابي زده کوونکو ستره ستونزه

د فاریاب د پوهنې رییس ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر ښوونځیو ودانیو نشته والی جدي ستونزه ګڼي.

د نوموړي په خبره فاریاب کې د ۴۹۸ ښوونځیو له ډلې ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نلري او له ۸۰ زره زیات زده کوونکي په پرانیستې فضا او یاهم په کرايي کورونو کې په زده کړو بوخت دي.

د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد و ویل: «په فاریاب کې په ټوله کې ۴۹۸ ښوونځي دي چې له دې منځه ۱۵۵ ښوونځي مو ودانۍ نه لري. په دغو ۱۵۵ ښوونځيو کې، شاوخوا ۸۲ زره او ۱۵۰ زده کوونکي په ازاده فضا کې تر شنه اسمان لاندې یا په خیمو یا حویلیو کې پر زده کړو بوخت دي.»

د فاریاب خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د بادغیسي د نجونو لېسه یو له هغو ښوونځیو دی چې د تېرو جګړو پرمهال یې ودانۍ ویجاړه شوې ده او ددغه ښوونځي زده کوونکي په پرانیستې فضا، کرايي کورونو او یاهم تر کېږدیو لاندې زده کړې کوي.

دغه زده کوونکي وايي د اوړي ګرمۍ او د ژمي یخې هوا پرمهال یې ستونزې څو برابره ډېرېږي.

زده کوونکې، خاطرې و ویل: «موږ په لمر او ګرمۍ کې زده کړې کوو. موږ له پوهنې وزارته غواړو چې زموږ ښوونځی جوړ کړي.»

یوې بلې زده کوونکې، زهرا هم و ویل: «زموږ ښوونځی سوځېدلی دی. زموږ لپاره دې یو ښوونځی جوړ شي څو هلته په ارامه زده کړې وکړو.»

بل پلو د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي هم پخپلو سیمو کې د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د نویو ښوونځیو او ویجاړ شویو ښوونځو رغولو غوښتنه کوي.

د فاریاب اوسېدونکي، عبدالحق و ویل: «زموږ ښوونځی اوس ویجاړ دی. تاسې شاهد یاست چې دا ښوونځی د زده کړې وړ نه دی. زموږ زده کوونکي همدلته تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي چې سوځوونکی لمر دی. زده کوونکي له ډیرو ستونزو سره مخ دي.»

د فاریاب د پوهنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په روان لمریز کال کې د ویجاړو شویو ښوونځیو بیارغونې ترڅنګ به د یو شمېر ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي هم پخپلو سیمو کې د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د نویو ښوونځیو او ویجاړ شویو ښوونځو رغولو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه