Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پنجشېر والي: روان کال کې به ۳۵ ښوونځي و رغول شي

د پنجشېر والي وایي، تېر کال دغه ولایت کې د پوهنې وزارت د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۱ ښوونځيو ودانۍ بیارغولي دي. 

 د محمد اغا حکیم په خبره، ټاکل شوې سږکال هم د ۳۵ نورو ښوونځیو ودانۍ ورغول شي. 

د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم طلوع‌نیوز ته و ویل: « ۱۰ میلیونه یې موږ ته استثنایي راکړي چې ۸۵۰ زره مو د ښوونځیو د نیمګړتیاو لپاره ولګولې، ۵۴ ښوونځي مو ورغول او د څوکیو او میزونو په څېر وسایلو ته یې چې اړتیا وه، ورته مو پوره کړه او پاتې ۳۱ ښوونځی مو دغه کال کې په پام کې دي چې اړتیاوې یې پوره کړو.»

پنجشېر کې په ۱۲۸ ښوونځیو کې شاوخوا ۲۶زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې ډېری ښوونځي د طبیعي پېښو او وروستیو جګړو له امله ویجاړ شوي دي. 

دغه ولایت کې د ښوونځیو مسوولین د ښوونځیو بیارغونې ته خوښ دي خو په خبره یې دغه ښوونځي لا نورې بیرغونې ته هم اړتیا لري. 

پنجشېر کې د یوه ښوونځي مدیر، محمد جمیل نظري و ویل:« تېر کال کې زیانمن شوی و چې له نیکه مرغه اسلامي امارت بیا ورغوه، خو دا بس نه ده، دغه ښوونځی اوس هم بیارغونې ته اړتیا لري، دروازه او کړکۍ باید ورته جوړه شي.»

دغه ولایت کې د ښوونځي یو بل امر، دل آقا احمدي هم و ویل:« دورادور ښوونځی چې شاوخوا ۲۵مټره اوږدوالی لري او ۹۵ مټره عرض لري، اسلامي امارت په بشپړه توګه ترې جال تاو کړ چې د څارویو او بې کاره خلکو د تګ راتګ مخه یې ونیوله.»

زده کوونکي او ښوونکي بیا له سرپرست حکومته غواړي څو دغو ښوونځیو کې ځینې شته ننګونې هم حل کړي. 

ښوونکي، عزیزالرحمن و ویل: « د څښاک اوبو ته اړتیا لري، دروازو او کړکیو ته اړتیا لري.»

زده کوونکي، احمد نوید هم و ویل:« موږ دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د څښاک اوبه نه لرو او د فوټبال لوبغالی هم نه لرو.»

د پنجشېر د پوهنې ریاست د مالوماتو لمخې، اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې له نږدې ۳۰ هغو ښوونځيو پوځي وسایل لېږدولي دي چې د پوځي اډو په توګه ترې کار اخیستل کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه