Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوست کې یوازنی افغان سیک

جګد سینګ یوازنی افغان سیک دی چې اوس مهال په خوست کې ژوند کوي.

د درې لورګانو او يو زوی پلار ۶۰ کلن جګد سينګ يوازينی افغان سيک دی چې خوست ښار کې اوسيږي.

نوموړی وايي پر خپل وطن خوشاله دی او د پرېښودو هېڅ اراده يې نه لري.

د جګد سینګ په په باور، که بهر ته د تلليو افغان سيکانو او هندوانو حقوق ورکړل شي بېرته به خپل هيواد ته راستانه شي.

جګد سينګ وويل « که هر چاته خپل حقوق ورسيږي تللي کسان به بېرته هيواد ته راستانه شي ځکه له اروپا او نورو هیوادونو څخه د کابل ژوند ډير ښه دی، کابل کې کارته پروان او نورې سیمې ډېرې ښکلې وې او هلته زموږ خلک هندوان او سيکان اوسېدل.»

جګد سينګ چې له څلوېښتو کلونو راهيسې خوست ښار کې د دې واټ پر سر مصالې پلوري، د خپل کار وبار د پراخېدو لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي.

جګد سينګ وويل « له دولته څخه غوښتنه کوم که کاروبار راته پراخ کړي ډيره ښه ده ځکه اوس ډير کمرنګه دی او دلته ډير توکي هم نه پکې ځايږي او د دوکان پيسې زه نه لرم چې جوړ يې کړم.»

خوست ميشتي هم د افغان سيکانو او هندوانو څخه د ښو خاطرو يادونه کوي او د دوی د حقونو پر خونديتوب ټينګار لري.

نعيم جان وويل « شاوخوا ديرش کاله کيږي زه دلته دوکان لرم په دې ځای کې ټول د دوی دوکانونه و او له خلکو سره يې رويه ډېره ښه وه، موږ هم ورسره همکاري درلوده او ښه سلوک مو ورسره کاوه.»

عيدمرجان وويل « هغه ځمکې چې دوی څخه خلکو غصب کړې دي بايد بېرته ورکړل شي ځکه حق يې دی که هندوان هر هر څوک دي موږ ته يې حق خوړل حرام دي، د دوی بايد ښه خدمت وشي ځکه شمير يې کم او لږکي دي او بايد ښه چلند ورسره وشي.»

د خوست اطلاعاتو او کلتور رييس بيا وايي افغان سيکان او هندوان د نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري او په خبره يې د ځمکو راګرځولو لپاره يې کابل کې يو ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارل شوې او په ټولو ولايتونو کې به د دوی غصب شوې ځمکې راوګرځول شي.

شبير احمد عثماني وويل « هغه هندوان او سيکان چې له پخوا راهیسې په افغانستان کې اوسيږي د افغانستان اوسېدونکي دي او له نورو افغانانو سره مساوي حقونه لري، د دوی د حقوقو د بېرته راګرځولو لپاره اسلامي امارت يو بېل کميسيون ټاکلی او هغه پرېکړه کړې، چې په کابل او نورو ولايتونو کې چې څومره د هندوانو او سيکانو او اقليت وروڼو ځمکې دي له غصب به خلاصيږي او دوی ته به سپارل کېږي او همداراز يې اعلان هم ورته کړی چې دوی له نورو هيوادو راشي او د خپلې اسناد دې وړاندې کړې چې دوی ته خپلې ځمکې ورکړي.»

 په خوست ښار کې د هندوانو پخوانۍ کوڅه چې اوسمهال په زوړ مارکيټ شهرت لري او د افغان سيکانو او هندوانو شاوخوا ۶۲۰ هټۍ پکې وو.

په خوست کې یوازنی افغان سیک

د جګد سینګ په په باور، که بهر ته د تلليو افغان سيکانو او هندوانو حقوق ورکړ شي بېرته به خپل هيواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ