Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې د ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت درې ښوونځي ودانیږي

فاریاب کې د نږدې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

په داسې حال کې چې دامهال فاریاب کې ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نلري او له ۸۲ زرو زیات زده کوونکي په پرانیستې فضا کې په زده کړو بوخت دي ددغه ولایت د پوهنې ریاست په دولت اباد او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو د درېیو ښوونځیو ودانیو د جوړولو چارو له پیله خبر ورکوي.

دغه ښوونځي ددغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د متوازن پرمختګ او معیاري زده کړو ته د زمینې برابرولو په موخه جوړېږي.

د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد و ویل: د درې واړو ښوونځيو بودجه ۴۶ میلیون ده. پر اته زره متر مربع ځمکې ودانیږي چې د هر ښوونځي اندازه توپیر لري. له دغو ښوونځيو په یوه وخت کې ۱۵۰۰ زده کوونکي ګټه اخیستی شي. په دوه وختونو کې بیا د ۳ زره زده کوونکو ظرفیت لري.

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي وايي ددغو ښوونځیو جوړېدو سره به د ډېری زده کوونکو ستونزې حل شي او د پوهنې وزارت له مسوولینو غواړي چې د نورو ښوونځیو د ستونزو حل په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی، نورالحق وايي: مسوولین باید اوس په دې برخه کې پام وکړي، موږ د ښوونځي ځمکه ترلاسه کړې ده. اوس باید موږ ښه ښوونکي ولرو، پیاوړي چې د خلکو اولادونو ته سمه زده ورکړي.

د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالحمید وايي: کابو زر نجونې او هلکان چې دلته زده کړې کوي، یوازې درې ښوونکي لري. دا دومره زده کوونکو ته ځواب نشي ویلای. ښوونکي ډیر کم دي.

یو شمېر کارګر دلته د کاري فرصت برابرېدو ته خوشحاله دي او وایي تر دې وړاندې اړ وو چې د کار موندنې لپاره له هېواده دباندې ولاړ شي.

کارګر ، فیض الله و ویل: مخکې به ایران، ترکیې او نورو ځایونو ته تللو، په پولو کې به ډېری هلکان ویشتل کیدل او مړه کېدل به، اوس چې دلته ښوونځي جوړیږي ښايي سل دوه سوه کارګر پکې کار وکړي.

یو بل کارګر ، محمد ابراهیم هم و ویل: موږ له دا ډول کارونو ډير خوښ یو. ابادۍ هم کیږي او موږ به هم مخکې ډير سرګردانه کېدو چې ایران او پاکستان ته به تللو. چې دلته کار وي نو نورو ځایونو ته تګ څه لازم دی.

د فاریاب د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په وروستیو دوو اوونیو کې دا په فاریاب کې پنځم ښوونځی دی چې د ودانیو د جوړولو چارې یې پیلېږي.

د فاریاب د پوهنې رییس وايي، دغه ښوونځي به د وخت د ۱۵۰۰ زده کوونکو د زده کړو ظرفیت ولري چې دوه وخته به پکې ۳ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه