Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

توپاني ورښتونو په ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۷ غړه مړه کړي

وروستیو ورښتونو او توپاني بادونو ننګرهار کې د هغې کورنۍ د اوو غړو ژوند اخیستی، چې د خښتو په یوه بټۍ کې یې کار کاوه.

د دې کورنۍ غړي وايي، ورښتونو او سخت توپان د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه ور اړولي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

د قرباني شوې، شاه رحمان و ویل: کورنۍ مشر ( اووه پسخې دېوال را ولوېد، په دې کې زما اووه کسان شهیدان شول دوه زخمیان شول، په اوو کسانو شهیدانو کې یو مې زوی شهید شو، یو مې اېنګور شهیده شوه پینځه مې لمسیان شهیدان شول او دوه زخمیان شول په کې، دوه زخمیان مې صحت عامې ته انتقال کړل.)

د قرباني شوې کورنۍ غړی، یاسرالله  و ویل: (د کور چت را ناست وو، اووه پسخې دېوال پرې غورځېدلی وو، چې راغلو مور مې وه پلار مې وو او پینځه خویندې مې وې، دوی ترې لاندې شوي وو.)

د قرباني شوې کورنۍ غړی، تفسیرالله په دې اړه و ویل:(نیکه مې او ورونه مې مونږ تللي وو کار ته، کار نه چې راغلو، دلته ټول چت را لوېدلی وو، ټول ورونه او خویندې مې لاندې شوي وو او اوس مونږ اریان دریان یو، هېڅ درک نه لګېږي، مونږ د غریبۍ نه مکتب هم نه وایو، نه مدرسه وایو یو شی هم نه وایو.)

د دې کورنۍ خپلوان وايي، د اقتصادي ستونزو او امکاناتو د نشتوالي له امله یې دا کورنۍ اړه چې خپلې اصلي سیمې ته ستنه شي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو له دې کورنۍ سره د مرستې غوښتنه کوي.

د قرباني شوې کورنۍ خپلوان، حکیم خان وايي: ( دا د خپلې غریبۍ له وجې نه اوس هم ددې بټیو نه نه شي وتلی، هغه ورځ د مړو جنازه وشوه بېرته دې بټۍ ته دوی ځان را ورساوه، چې ټېکدار مونږ ته زنګ را ونه وهي.)

د قرباني شوې کورنۍ خپلوان، شفیع الله زیاته کړه: ( چې مونږ راغلو را ورسېدو، یو را وباسه بل را وباسه، امبولانس ولاړ وو او ور اچوه، ټول همغه وخت شهیدان شوي.)

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، حکومتي او مرستندویه ډلو پر وخت سیمې ته ځانونه رسولي او ددې پېښې د قربانیانو کورنیو او زیانمنو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور، قریشي بدلون و ویل: ریاست د اطلاعاتو آمر: (د هر شهید کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوي، همدا اوس هم په سیمه کې د سروې ټیمونه لګیا دي، د ټولو هغو خلکو تلفات او مالي زیانونه چې ور اوښتي دي را ټولوي او هرې کورنۍ ته به په ټولو برخو کې اقدامات ترسره کېږي.)

دا پداسې حال کې ده چې ننګرهار کې د دوشنبې ورځې شدیدو بادونو او بارانونو پایله کې ۵۲ تنو ژوند بایللی او شاوخوا ۳۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ