په ننګرهار کې د تېرې دوشنبې ورځې توپاني بادونو او بارانونو حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ته شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ زیانونه اړولي دي.
د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، د دغه توپان له امله سلګونه کورونه، پر زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ولاړ فصلونه، د برېښنا لسګونه ستنې او لسګونه بڼونه ویجاړ شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، قریشي بدلون په دې اړه و ویل: (د برق پایې تخریب شوي، ددې ترڅنګ زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې فصلونه په کې ولاړ وو هغه په کې تخریب شوي دي،سربندونه،ویالې او عمومي لارې ټولو برخو ته زیان رسېدلی دی، متاسفانه چې وایم په ننګرهار کې دولتي او خصوصي سکټور)
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وایي وروستیو توپاني بادونو او بارانونو یې استوګنیز کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه په بشپړ ډول له منځه وړي او دوی بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
زیانمن شوی، اختر ګل وايي: (دې توپانونو او بارانو سخت تاوانونه واړول،د خلکو کورونه وران شول فصلونه او د خلکو چهاردیوالیانې وغورځیدلې،سلګونه کورونو ته زیان ورسېد مړي او ټپیان
په کې وشول.)
یو بل زیانمن شوی، دل اقا هم وايي: ( موږ نهه کسه یو او همدې ځمکې له لارې رزق پیدا کاوه، دا هر څه توپانونو او بارانونو یوړل موږ ته هیڅ پاتې نه شول.)
ددغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي وايي بارانونو او توپاني بادونو د ګڼ شمېر نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ د برېښنا لسګونه ستنې غورځولي دي چې لا هم په جلال اباد ښار کې د برښنا ستونزې نه دي حل شوي.
د ننګرهار اوسېدونکی، دیدار دولت زی وايي: ( د برق تارونه ،پاېې، او کورونه دا هره څه یې ګنده چشمک کې غورځولي.)
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی، فرهاد خان زیاتوي: (د برق شبکه ټوله له منځه لاړه، دا باید صحیح شي او د استفادې وړ وګرځي.)
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پربنسټ ددغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې وروستیو ویجاړونکو توپاني بادونو او بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥٢ تنه مړه او شااوخوا ٣٥٠ نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه