د پکتیا حوزوي روغتون مسوولین وایي، تېر کال دغه روغتون کې څه د پاسه ۳۴ زره لوی او واړه جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
دوی وایي، روغتیايي امکانات کم دي او اړتیا ده چې د دغه روغتون بسترونه له ۱۵۰، ۳۰۰ ته لوړ شي.
د پکتیا سربېره له خوست، پکتیکا او غزني هم ناروغان دغه روغتون ته د درملنې په موخه راځي.
د پکتیا حوزوي روغتون رييس، نادر احمدي و ويل: « تېر کال کې ۳۴ زره او ۲۸۵ لوی او کوچني عملياتونه ترسره شوي، چې ۴۶۲۲ يې لوی او پاتې يې کوچني عملیاتونه دي او د ۱۷ مجربو متخصصينو پر مټ ترسره شوي دي. د يادولو وړ ده چې هره ورځ د پکتیا حوزوي روغتون ته له ۱۳۰۰ ډير ناروغان مراجعه کوي.»
د پکتیا د عامې روغتيا رييس، خير محمد منصور هم و ويل: « دا حوزوي روغتون دی او د زون په کچه فعاليت کوي او خلک چې کومې غوښتنې لري يوه پکې د ارتقاع موضوع ده، چې له وزارت سره مو شريکه کړې او منظوري يې شوې، فقط چې د ارتقاع لپاره يې ډونر پيدا او تطبيق شي او بله د جدي څارنې څانګه ده چې په رښتيا موږ د ځای د کمښت سره مخ يو.»
د پکتیا حوزوي روغتون ته راغلي یو شمېر ناروغ لرونکي هم د دغه روغتون د امکاناتو، درملو او بسترونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
ناروغ لرونکي، انځرګل و ويل: « د پکتيا حوزوي روغتون کې د ام ار ای (MRI)، سيټي سکن خدمات ډېر اړين دي او د جدي څارنې څانګه پنځه بستره ده، چې نسنه نه کوي او دا بايد لس بستره شي.»
ناروغ لرونکي، صابر ګل هم و ويل: « دلته امکانات ډېر کم دي، د لابراتواري او ټلویزیوني معایناتو سيسټم کمزوری دی او د روغتيا رياست څخه مو غوښتنه دا ده، چې امکانات زيات کړي تر څو د خلکو ستونزې هوارې شي.»
يو بل ناروغ لرونکي، ايوب خان بيا وويل: « د افغانستان خلک ډېر بې وسه دي او دلته چې څوک ناروغان راوړي ډاکټران يې شخصي درملتونونو ته ليږي، څوک يې چې توان لري خپل ناروغ ته درمل واخلي او نور خلک همداسې پاتې کيږي.»
مسوولین وایي، که د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ډېری روغتیايي مرکزونو وړتیا عملي بڼه خپله کړي، نو حوزوي روغتون ته به د ورتلونکو ناروغان شمېر راکم شي.
په دې اړه مو اندونه