Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې ټیکا دفتر د هرات حوزوي روغتون د سرطان څانګه مجهزه کړه

د ټیکاو دفتر مسوولین وایي، دغه روغتون کې یې د سرطاني ناروغانو لپاره د جلا برخې سربېره، درمل او تجهیزات هم برابر کړي دي. 

په هرات کې د ترکیې سر کونسل، سینان علیخان وویل: « نن هغه امکانات چې  مو لرل د ټیکا موسسې له لارې مو ترمیم کړل، هغه شیان مو نن ورکړل. دې روغتون پخوا منیټورونه نه درلودل، د بستر په څانګه کې د تنفس او تجهیزاتو لپاره هیڅ نه و.»

هرات کې د ټیکا مسوول، دنیز عرفات هم و ویل: « ۲۰ مونیټورونه، د اکسیجن ماشین او نور طبي توکي ورته واخیستل شول، چې پخوا نه وو.»

روغتیايي چارواکي وايي، هرات کې د سرطان د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او په خبره یې د ټولو د درملنې لپاره اسانتیاوې نشته.

د هرات حوزوي روغتون د سرطان برخې مسوول، فاروق احمد صدیقي و ویل: « دوی چې یو شمېر وسایل له موږ سره مرسته وکړل، موږ لپاره ډېر مهم وو، لومړی دا چې موږ یوازې ۱۰ بسترونه لرل، او یوه ودانۍ چې خرابه وه، بېرته یې ورغوله.»

د سرطان ډیری ناروغان بیا له بې وزلۍ او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

یو شمېر دغه ناروغان وايي، له هېواده بهر د درملنې توان نه لري او له عامې روغتیا وزارته غواړي، څو په هېواد کې دننه ورته د درملنې زمینه برابره کړي.

ناروغ، عبدالله و ویل: « یو کال کیږي چې دلته تر درملنې لاندې یم، بهر کې د درملنې وس نه لرم.»

یو بل ناروغ، غلام رسول هم و ویل: « موږ غریب یو، ایران او پاکستان ته د درملنې په موخه نشم تللی. د درملنې لپاره دلته راځو، که د درملو په برخه کې موږ سره مرسته وشي، ډېره به ښه شي.»

 د هرات د حوزوي روغتون د شمېرو لمخې، هره ورځ شاوخوا ۵۰ ناروغان چې روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري، د دغه روغتون سرطان څانګې ته مراجعه کوي، خو دا څانګه يوازې اتلس بسترونه لري.

د ډاکټرانو وایي، د امکاناتو نشتوالي له امله ډېرى ناروغان اړ دي څو د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه