په دې وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ زره سیلانیانو د پکتیا روحاني بابا ولسوالۍ له تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.
سیلانیان د روحاني بابا پر زیارت کولو سربېره، د لامبو او پخلي په کولو سره د ژوند شېبې په خوښۍ تېروي.
په دغه سیمه کې ډوډۍ او چای وړيا ورکول کيږي چې په سيمه یيزه لهجه ورته لنګر وايي او دا چاره له پخوا وخونو همداسې ادامه لري.
د سيمې اوسېدونکي ضياءالحق وويل «د اختر په ورځو کې هره ورځ شاوخوا دوه نيم زره موټر سايل او تر پينځه سوه ډير موټر راتلل، چې د کسانو شمير يې تقريبا ديرش زرو ته رسيږي اوس هم د ورځې له سلو ډير کسان راځي.»
يو بل ځايي اوسيدونکي اختر ګل وويل « له هرات ، کندهار، خوست او نورو ولايتونو څخه دلته خلک راځي دلته زيارت هم کوي او د تفريح لپاره هم راځي دا يوه ښکلې سيمه ده.»
په تفريح راغلي باز محمد روښان هم وويل « دا سيمه ډيره طبعي ښکلا لري او د اختر په ورځو کې دلتهحد ډيرو ولايتونو خلک راځي.»
دلته راغلي سيلانيان دې سيمه کې د اوسېدو او تفريح لپاره د اسانتياوو نشتوالي او د ورغلې لارې له خرابوالی شکايت کوي او د يادو ستونزو د هواري غوښتونکي دي.
رحمت الله شاهد وويل «که دلته خصوصي پانګونه هم وشي بې ځايه به نه وي او له دولته مو هم غوښتنه ده، چې د تفريح لپاره اسانتياوې برابرې او سړک ورته راجوړ کړي تر اوسه دلته هيڅ کار نه دی شوی.»
يو بل سيلاني بسم الله محمدي بيا وويل « دا پلې لارې بايد اساسي جوړې شي او دلته د تفريح لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې شي ځکه دا سيمه مشهوره ده او هر ځايه ډير خلک راځي.»
عبدالودود وويل « د لارو په لحاظ او دلته د حمامونو او نورو ځايونو جوړول په لحاظ هيڅ کار نه دی ښوی لکه څنګه چې د روحاني صيب له شخصيت سره لازمه ده.»
اخوا بیا یوه مرستندویه بنسټ د خلکو په مالي مرسته دې زيارت او تفريحي سيمې ته د غځېدلي اته کیلومټره سړک د پراخوالي او جغل اچولو چارې پیل کړې دي.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رييس هم روحاني بابا ولسوالۍ ته د ورغلي عمومي سړک د جوړولو او هلته د اسانتياوو برابرولو برخه کې له هڅو ډاډ ورکوي.
د خيريه بنسټ يو استازي نورالرحمن رحماني وويل «دغه سړک اته کيلومتره اوږدوالی او خوارلس متره پلنوالی لري چې د روحاني بابا خيريه بنسټ د خلکو او په ځانګړي ډول د مسافرو په مالي مرسته جوړوي ځکه خلک ډير په ستونزه کې وو.»
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلام يار هم وويل « د دې سړک د اساسي جوړيدو په اړه هم هڅې روانې دي او د سيمې خلکو هم د يوه اندازه سړک د هوار کاري برخه کې مرسته کړې ده او دې تفريحي سيمې ته چې خلک راځي د شته امکاناتو په نظر کې نيولو سره به هلته اړينې اسانتياوې برابرې شي.»
دا په داسې حال کې ده، وروستیو کې د ګرځندوی صنعت تر بل هر وخت وده کړې او هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره ګڼ شمېر کورني سیلانیان د هېواد له بېلابېلو تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه کوي.