Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې ۱۱۷ ښوونځي ودانۍ نه لري

د بلخ د پوهنې رییس وايي دا مهال دغه ولایت کې د ۷۱۰ ښوونځیو له ډلې ۱۱۷ ښوونځي ودانۍ نلري او ځینې نورې یې بیارغولو ته اړتیا لري.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د پوهنې وزارت د سرپرست په حضور کې د پنځو ښوونځیو او څلورو دیني مدرسو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پوهنې رییس وايي ددغو ښوونځیو او مدرسو ودانیو جوړولو باندې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ لګول شوي چې د مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او حکومت له لوري ورکړل شوې دي.

د بلخ د پوهنې رییس، عبدالجلیل شهیدخیل وايي: هر کال موږ د لسګونو ښوونځيو او مدرسو ودانۍ جوړو او یا مرمت کوو. البته ځینې یې د پوهنې وزارت د بودجې پر مټ دي او ځينې یې د موسسو له خوا جوړیږي. ځینې پکې ښګڼې کوونکې خلک هم جوړوي.

یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي د مسلکي ښوونکو او تدریسي توکو کموالی د دوی جدي ستونزې ګڼي.

بلخ کې زده کوونکی، حدیث الله وايي: ښه شوه چې دا ودانۍ جوړه شوه، د ښوونکو په برخه کې هم باید پام وشي، او ښه ښوونکي راشي پخیر.

د بلخ ښوونکی، احسان الله رووفي هم وايي: مخکې زموږ ودانۍ نه وې، زموږ زده کوونکو به په خیمو کې زده کړې کولې.

خو د پوهنې وزارت سرپرست سره له دې عصري او دیني زده کړې د ټولنې جدي اړتیا ګڼي او وايي د بلخ د پوهنې وضعیت له ارزونې وروسته به د زده کوونکو او ښوونکو غوښتنه ته رسېدنه وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبیب الله اغا و ویل: باید د عصري علومو په برخه کې هڅه وکړو، پر خپلو اولادونو د فرض عین علم نه وروسته چې هغه په نارینه او ښځینه فرض دی، باید خپل بچي ورته متوجه کړو.

د بلخ والي، محمد یوسف وفا زیاته کړه: پر خپلو لوڼو او زامنو باید ډير پام وکړو، ځکه علم یوه لار ده. یو څراغ دی. نو د چا په کور کې چې څراغ وي، ټول به لار ویني. که څراغ نه وي ټول به تیاره کې ناست وي.

د بلخ د پوهنې ریاست د شمېرو پربنست دا مهال دغه ولایت کې د ۷۱۰ ښوونځیو له ډلې ۱۱۷ ښوونځي ودانۍ نلري او یاهم بیارغولو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ