هلمند کې د هېواد په کچه درېیمه لویه د اوړو خصوصي کارخونه پرانیستل شوه.
د کارخونې مسوول وایي، پر دې کارخونه اویا میلیونه افغانۍ لګښت شوی او په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري.
دغه کارخونه د اویا میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګر له لوري جوړه شوې او د هېواد په کچه د اوړو درېیمه لویه کارخونه ده.
د کارخونې مسوول، میرزا ولي وايي: «په دغه کارخونه کې د ۵۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې او د اویا میلیون افغانیو په لګښت دغه کارخونه بشپړه شوې ده.»
بلخوا دهلمند یو شمیر اوسېدونکې له نور سوداګرو غواړي چې هیواد کې په پانګونې سره، وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د دوی په خبره، که په کور د ننه کارخونې جوړې شي، نو بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د ځوانانو د تګ مخه هم ونیول شي.
د هلمند اوسېدونکی، سید محمد وايي: «دغه کارخونه په هلمند کې ډيره ښه ده، ځکه کروندګر کولای شي د خپلو ځمکو پر سر خپل محصولات ترلاسه کړي او هلمند پرمختګ وکړي.»
د هلمند اوسېدونکي، جمیع الله هم و ویل: «له حکومته غواړو چې دا ډول زمینې موږ ته برابرې کړي، چې هغه کسان چې په بهر کې پانګونه کوي، هغه راشي او په کور دننه پانګونه وکړي. ځوانان باید د کار لپاره له هېواده بهر ولاړ نه شي.»
د هلمند د سیمهییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې، دامهال دغه ولایت کې ١٥٢ تولیدي کارخونې فعالیت لري چې پنبې پروسس، غوړیو تولید، صابون جوړولو او یو شمیر نورو برخو کې تولیدات لري.