هرات کې پر مخدره توکو روږدی یو روغتیاپال د مخدره توکو له پرېښودو وروسته، د نورو معتادانو په درملنه کې مرسته کوي.
هغه له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د هرات ښار د معتادانو درملنې ځانګړي روغتون کې تر درملنه لاندې دی.
عبدالکریم پوره شپږ کاله د مخدره توکو سوزوونکو درد حس کړی دی.
هغه اتلس میاشتې وړاندې هم پر مخدره توکو روږدی و او د هرات ښار په ګلدانونو کې یې ژوند کاوه، خو اوس د یوه روغتیاپال په توګه له نورو روږدو کسانو سره د درملنې په برخه کې مرسته کوي.
نوموړی ۲۷ کاله وړاندې د هرات له طبي انستیتوت فارغ شوی او څو کلونه یې هم د هرات حوزوي روغتون کې د روغتیاپال په توګه خدمت کړی دی، خو د مخدره توکو کارولو یې ژوند له ستونزو او ننګونو سره مخ کړی و.
روغتیاپال، عبدالکریم طرف وايي: « په دې کمپ کې خدمت هم کوم او نشه يي توکي مې هم پرېښي دي. د روږدو کسانو د دې څلور زره بستریز روغتون په بېړنۍ څانګه کې د ناروغانو خدمت کوم.»
عبدالکریم د ژوند ډېرې لوړې ژورې لیدلې دي او د دار له کړۍ یې ځان ژغورلی دی.
هغه څو کاله وړاندې ایران ته د مخدره توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی ایران کې د بند پر مهال پر مخدره توکو روږدی شوی و، خو له پنځه کلن زندان وروسته وبښل شو او هېواد ته راستون شو.
ښاغلی طرف زیاتوي: «نږدې پنځه کاله او درې میاشتې په بند کې وم، له دې مودې دوه نیم کاله د اعدام تر حکم لاندې وم. وروسته یې وبښلم او عمر قید یې کړم او بیا راخوشې شوم. په بند کې یې که زه اعدام نه کړم خو په تدریجې توګه په نشه يي توکو روږدی شوم.»
هرات کې د روږدو د درملنې روغتون کې ډېری نور لوستي کسان لکه انجینران، روغتیاپالان، دیني عالمان او ورزشکاران هم شته.
مخدره توکو د دغو کسانو ژوند هم د عبدالکریم په څېر له تیارو سره مخ کړی و.
یو انجینر، زمری وايي: «نشه يي توکو زه داسې ځای ته رسولی یم چې اوس د ژوند چارو پرمخ وړلو پر ځای د څاریو په څنګ کې ویده کیږم. نشه يي توکو له ما هرڅه واخیستل.»
عارف محمدي چې یو لوبغاړی دی وايي: «۱۲ کاله مې د کانفو په برخه کې وم او دغه برخه مې تر پایه و رسوله. د ناپوهۍ له امله په نشه یي توکو روږدی شوم او اته کاله په نشه يي توکو روږدی وم.»
د هرات امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې څلور زره روږدي کسان تر درملنه لاندې دي.
د هرات امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر، حیات الله روحاني وايي: « له دې کسانو مو یو نوملړ جوړ کړی او خپلو امرینو سره مو شریک کړی دی، څو هغوی هم له موږ سره ګډ کار وکړي. په راتلونکي کې مو هم پلان دی چې بل نوملړ جوړ او کاري فرصت ورته برابر کړو.»
د مسوولینو په خبره، وروستیو نږدې دوو کلونو کې د شاوخوا لس زره کسانو درملنه شوې او عادي ژوند ته را ګرځېدلي دي.
د روږدو د درملنې روغتون په فعالېدو سره، د هرات ښار واټونه او د سړکونو ګلدانونه له روږدو کسانو پاک شوي دي.
په دې اړه مو اندونه