بدخشان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي دغه ولایت کې د غالیو تولید زیات شوی خو د پلور بازار نشته والی له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه غالۍ اوبدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې تولیداتو ته یې بازار موندنه وکړي.
د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د غالۍ اوبدلو په یوه کارخونه کې نږدې اویا تنه ښځې د غالیو پر اوبدلو بوختې دي.
دغه ښځې وايي د وروستیو کلونو په پرتله د غالیو تولیدات زیات شوي خو د مناسب بازار او د غالیو وینځلو مرکز نشته والی د دوی جدي ستونزې ګڼل کېږي.
غالۍ اوبدونکې، رویا وايي:« په دې برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو، د غالیو بازار دومره ښه نه دی او د مینځلو دستګاه هم نه لرو».
غالۍ اوبدونکې، سهیلا و ویل:«له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته بازار جوړ کړي، څو موږ خپل تولیدات و پلورو».
د غالیو اوبدلو ته له زده کړو پاتې نجونو مخه کول بدخشان کې د دغې لاسي صنایع د تولید زیاتوالی لامل بلل کېږي.
بدخشان کې د غالیو اوبدونکو ټولنې مسوول، عبدالعلي یفتلي و ویل:«هغه نجونې چې له ښوونځيو منعه کړای شوې وې، په کور کې وزګارې وې نو موږ ته یې مراجعه وکړه چې ورسره د غالۍ اوبدلو کار ډېره وده وکړه».
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست دغه ولایت کې د میرمنو لپاره د ځانګړي سوداګري مرکز جوړولو په موخه د هڅو ډاډ ورکوي.
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو چارو مدیر، ثمر الدین رحماني هم و ویل:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر دغې موضوع کار کوي چې قالینې بازار پیدا کړي او موږ ته لا زیات نندارتونونه جوړوي».
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ دا مهال ددغه ولایت په پنځلس ولسوالیو کې له زرو زیاتې ښځې په سوداګریزو چارو بوختې دي او دا لړۍ مخ په زیاتېدو ده.