Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بامیان کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د نس ناستې تر ۵ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي

د بامیان ولایتي روغتون ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په خبره د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله له پنځو زرو زیات ماشومان او نوي ځوانان تر درملنې لاندې دي.

ددغه روغتون روغتیاپالان وایي د هوا تودوخې درجې لوړېدو سره هممهاله ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمنځ د نس ناستې او کانګو ناروغۍ زیاته شوې دي.

د دوی د شمېرو پربنسټ د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله ۵ زره ۴۳۲ تنه ماشومان او نوي ځوانان د بامیان له مرکز او ولسوالیو سربېره د بغلان، میدان وردګ او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوړل کېږي.

د بامیان ولایتي روغتون سرطبیب، بصیر الدین معروف په دې اړه و ویل: "د دې اوړي په موسم کې موږ د نس ناستې ۵۴۳۲ ناروغان درلودل چې ډېری یې د بامیان له مرکز او ولسوالیو او ګاونډيو ولایتونو مراجعه کړې ده."

د هوا تودوخې زیاتوالی، د روغتیايي لارښوونو نه مراعاتول، د ویروسو لېږد، د کورنیو اقتصادي کمزورتیا د نس ناستې ناروغیو بنسټیز لاملونه ګڼل کېږي.

روغتیاپال، اغا شفا و ویل: "د چاپیریال حفظ الصحه، د ټولنې اقتصادي کچه، د ماشوم د تغذیې ډول پر دې ناروغۍ ډېر اغیز لري. ډېری ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او ژر په ناروغیو اخته کیږي."

روغتیاپال ، زلمی ګلزاد و ویل:" د دغې ناروغۍ لامل یو ډول ویروس دی چې په تودې هوا کې یې فعالیت زیاتیږي او د حفظ الصحې نه مراعتول هم د دې ناروغۍ لامل کیږي.."

روغتیاپال، علي کاظم موسوي وايي: "په نس ناستې اخته ناروغانو ته باید، د وریجو اوبه، مستې او کیلې ورکړ شي او یخې اوبه، قندي خواړه او غوړ ور نه کړ شي."

د یو شمېر دغو ناروغانو کورنۍ وايي د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله خپلو ماشومانو ته د سالمو خوړو او درملنې ته اندېښمن دي.

د ناروغ ماشوم مور، خدیجه وايي: "روزګار مو ډېر ښه نه دی او موږ نشو کولای چې د ماشومانو درملنه مو له روغتون بهر وشي."

د روغتیاپالانو په خبره د اسهال او کانګو ناروغۍ سربېره ګڼشمېر ماشومان په شري او خورا ځواکۍ باندې هم اخته شوي چې دا مهال په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

روغتیاپالان وایي د هوا تودوخې درجې لوړېدو سره هممهاله ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمنځ د نس ناستې او کانګو ناروغۍ زیاته شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه