Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې له کروندګرو د ملګرو ملتونو ملاتړ

افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیال وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له ۲۰۱۶ زېږیز کال راهیسې په افغانستان کې له ۶۰ زره کورنیو چې په کوچنیو سوداګریو او کرنیزو چارو بوخت دي، ملاتړ کړی دی.

انډریکا رټواټه چې بلخ ته د ملګرو ملتونو شریکانو د چارو ارزونې په موخه سفر کړی، هغو کروندګرو ته چې له دې وړاندې د کوکنارو په کښت بوخت وو، د اصلاح شویو تخمونو د وېش ډاډ ورکړی دی.

انډریکا رټواټه ویلي: « د دوحې درېیمه ناسته چې چارواکو او نړۍوالې ټولنې استازو په کې ګډون کړی وو، د بحث یو ټکی پکې د خصوصي سکټور په اړه و چې څرنګه کولای شو له خصوصي سکټوره ملاتړ وکړو، څرنګه کوچنۍ سوداګري، د میرمنو سوداګري، او له کرنې ملاتړ وکړو. دا برخې د افغانستان د اقتصاد زړه دی او دې ته ډېر خوشحاله یم چې نن دلته یم او ګورم هغو کروندګرو چې پخوا یې کوکنار کرل اوس یې بدیلو کښتونو ته مخه کړې او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یې ملاتړ کوي.»

دغه کروندګر چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یې ملاتړ کړی له دغه پروګرامه غواړي څو هېواد کې له نورو کروندګرو هم ملاتړ وکړي. 

بلخ کې کروندګر، ګل محمد و ویل: « له هغه وخته چې تریاک او دغه شیان ورک شوي، پنبه، بادام او غنم کرو، مۍ او کنجد هم کرو.»

دغه ولایت کې یو بل کروندګر، محمد هم و ویل: « موږ له دغه دفتره خوښ یو چې دغه پنبه راته وپلوري.»

بل‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام بلخ کې د پنبې د پروسس یوې کارخونې په جوړولو سره یو شمېر ځوانانو ته کاري فرصتونه او هغه کروندګر چې د یاد سازمان له ملاتړه برخمن دي د کرنیزو حاصلاتو پلور ته یې زمینه برابره کړې.

بلخ کې د پنبې پروسس د کارخونې مسوول، عبدالخلیل بلخي و ویل: « دوه یا درې کاله کیږي چې له یوناما او یو ان ډي پي سره کار کوم، موږ ته یې ماشینونه راکړل او زموږ د تولید وړتیا یې لوړه کړه.»

دغه کارخونه کې کارګر، لعل محمد هم و ویل: « له خدایه شکر دغه ماشین چې موږ ته جوړ شوی، پرې بوخت یو او له دغه ځایه خپل ژوند مخته وړم.»

د یوناما مرستیال، انډریکا رټواټه دغه راز وايي، دوی بلخ کې هم له ۲۰۱۶ زېږیز کال راهیسې له شاوخوا ۱۰ زره کورنیو سره چې پر کوچنیو سوداګریو او کرنې بوخت و، مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه