Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د لمریزو موټرو تولید د وارداتي ستونزو له امله ودرېد

بلخ کې د لمریزو موټرو یو تولیدي شرکت چې شپږ کاله وړاندې یې د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په پانګونې فعالیت پیل کړی، له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د دغه شرکت مسوولین وايي، له هېواده بهر یې ډېرې لیټیمي بیټرۍ پېرلي خو تر دې مهاله یې هېواد ته د واردولو جواز نه دی ترلاسه کړی.

دغه شرکت تر دې مهاله تر ۱۷۰ زیات موټر جوړ کړي خو په یو یې هم نه دی پلورل شوی.

د یو تولیدي شرکت مدیر، حسیب الله بارکزي و ویل: « د امین نور تولیدي شرکت شپږ کاله وړاندې د چاپېریال ساتنې په مخه د برښنایي موټرو د تولید لپاره فعالیت پیل کړ او تر اوسه مو ۱۷۴ موټر تولید کړي دي خو دې لیټیمي بټریو د نشتون له امله چې له افغانستانه بهر مو واردولې، زموږ د درې ځلي غوښتنې سره سره، واکمن دولت اجازه رانکړه او اوس مهال مو هغه برخه د ستونزو له امله درېدلې ده.»

یو شمېر کارګر د موټر جوړولو د دغې کارخونې د فعالیتونو بیا پیل په موخه د سرپرست حکومت د مسوولینو د ملاتړ غوښتنه کوي.

کارګر، قایم‌ داد ناصري و ویل: « هغه بټرۍ چې موږ یې دلته تولیدوو د کیفیت له اړخه ډېر لوړ دی او له دولته مو غوښتنه دا ده چې د تولیدي کارخونو ملاتړ وکړي څو ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي.» 

د تولیدي شرکت تخنیکي مسوول، عنایت الله و ویل: « نن چې موټر له بهره واردوو، پېسې بهر ته ځي او موږ غواړو چې پېسې په هېواد دننه وڅرخیږي، هغه موټر چې موږ تولید کړي، له اقتصادي اړخه ډېرکم مصرفه دي او له برښنا چارجیږي.»

خو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست بیا وايي، اسلامي امارت پانګوالو ته د اسانتیاو برابرولو په پار هڅې کوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي و ویل: « اوونۍ کې یوه ورځ دوشنبه د ولایت مرستیال او ډېرې نورې ادارې له موږ سره یوځای له کارخونو لیدنه کوي او د دوي ستونزې اورو، ارزونه یې کوو او د ولایت له مقام او له دې لارې یې له وزارت سره شریکوو څو حل شي.َ»

بلخ د لمریزو موټرو د دغو تولیدي شرکت د مسوولینو په خبره که د موټرو تولید او بټریو برخه کې یې ملاتړ وشي کولای شي ۵۰۰ تنو ته کاري زمینې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه