د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، روان کال دغه ولایت کې د کچالو حاصلات شل سلنه زیات شوي دي.
پرلپسي ورښتونه او پرېمانه اوبه هرات کې د کچالو حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه ګڼل کېږي.
دهرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، محمد نسیم سحر و ویل: « اوس مهال کچالو له هغو هېوادونو چې واردېدل، بند شوي دي. د کچالو بازار به له دې هم ښه وي.»
دا مهال د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر د خپلو خواریو پایله ترلاسه کوي.
یو له دغو کروندګرو محمد رسول دی چې په خپله درې جریبه کرنیزه ځمکه یې کچالو کرلي وو.
د هغه په خبره سږکال د بارانونو او د هریرود سیند اوبو زیاتوالي سره د تېرو کلونو پرتله د کچالو حاصلات یې زیات شوي دي.
محمد رسول زیاته کړه: « سږ کال د تېر کال پر تله اوبه ډېرې دي او باران هم زیات وو، کچالو ډېره ښه پایله ورکړې ده.»
خو یو شمېر نور کروندګر بیا بازارونو کې د کچالو د بیو ټیټوالي اندېښمن کړي دي.
هرات کې کروندګر، جلیل احمد صادقي و ویل: « کله چې له ایرانه څلور کیلو کچالو وارد شي، ۱۲۰ افغانۍ پلورل کیږي، خو زموږ وطني کچالو ډېر ښه کچالو دي، ټولې څلور کیلو په ۵۵ افغانۍ پلورل کیږي.»
یو بل کروندګر، بصیر احمد هم و ویل: « ټول څلور کیلو کچالو مې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو وپېرل او کیمیاوي سره مې ډېره ګرانه وپېرله، خو اوس چې زموږ د کچالو د حاصلاتو وخت راغلی، له موږه څلور کیلو په ۵۰ یا ۴۵ افغانۍ پېري.»
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په خبره سږکال دغه ولایت کې پر یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي وو.
د دغه ریاست شمېرې ښيي چې روان لمریز کال کې به هرات کې له ۲۲ زره مټریک ټنه زیات کچالو ترلاسه شي.
په دې اړه مو اندونه