نیمروز کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه اتیا سلنه را کمه شوې ده.
د دغه ولایت سیمهییز مسوولین وايي، په بشپړ ډول پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه هڅې روانې دي.
د نیمروز د والي د دفتر رییس، حامد ابراهیم و ویل: «پس از ایجاد کمیته نظم شهری، اکنون داد و ستد با ارزهای خارجی در نیمروز به ۸۰ درصد کاهش یافته است. ما در تلاش هستیم که در روزها و ماههای آینده، داد و ستد با تومان را به صفر برسانیم. غرفههایی را در مرز پل ابریشم ایجاد کردهایم تا هر کسی که وارد کشور میشود، پول خود را در آنجا تبادله کند.»
د نیمروز اوسېدونکي وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمهال دوی زیانمن شوي دي.
څلوېښت کلن عبدالقاهر چې د لغمان اوسېدونکی دی، له شلو کلونو راهیسې د نیمروز مرکز زرنج ښار کې د موټرو پرزو کاروبار کوي.
د لغمان اوسېدونکی، عبدالقاهر وايي: «په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې له امله مې تېرو کلونو کې ډير تاوانونه لیدلي دي. په سرپرست حکومت کې له مسوولینو غواړم چې د مخنیوي لپاره یې جدي کار وکړي.»
د نیمروز اوسېدونکی، محمد عارف هم وايي: «افغانۍ زموږ د افغانانو ملي هویت دی. موږ باید له بهرنیو اسعارو کار وانخلو. کله چې به موږ کور ته سودا اخیسته دوه چنده به یې له موږ اخیستې.»
د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي، محمد وقار و ویل: «له کله چې په نیمروز کې د تومان پر کارولو بندیز لګیدلی دی، زموږ په ګټه هم دی او د خلکو کار و بار هم ښه شوی دی. ځکه تېر وخت کې زموږ عاید په تومان و او مصارف مو په افغانیو وو.»
نیمروز یو له هغه ولایتونو دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي پېر او پلور پر ايراني تومان کاوه.