د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې یوه مرستندویه بنسټ له ایران او پاکستانه په جبري توګه را ایستل شویو ته د ۴۰ کورونو د جوړولو چارې پیل کړې.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وايي، د هر کور پر جوړولو دوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي چي، تر راتلونکو دوو میاشتو به یې چارې بشپړې شي.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، اسدالله وفا و ویل: « دغه ډول شرایطو کې دا یوه مهمه پروژه ده چې خلکو ته برابره شوې ده، دا د هغو خلکو لپاره ده چې باید یې لاسنیوې وکړو.»
د ترکي خیریه بنسټ استازي، حمید کونت و ویل: « که څه هم د افغانستان او ترکیې ترمنځ زرګونه متره واټن دی خو زړونه مو سره نږدې دي، د ترکیې خلک او حکومت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي، واقعا کله چې د شولګرې ولسوالۍ ته د سروې په موخه راغلم پوه شوم چې دغه کډوال لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري او زموږ پروګرامونه به دغه راز دوام ولري.»
له پاکستان او ایرانه یو شمېر را ایستل شوي کډوال خوښ دي چې د دايمي سرپناه څښتنان کېږي.
پنځوس کلن محمد ظاهر چې د څلورو اولادونو پلار دی وايي، دوه میاشتې کېږي چې له پاکستانه په جبري ډول راستون شوی او تر دې مهاله یې د خپلوانو په کور کې ژوند کوي.
محمد ظاهر چې د کور جوړولو وس نلري د یاد خیریه بنسټ له لوري د کور جوړېدو ته خوښي څرګندوي او وایي: « له پاکستانه چې راغلم د خپلوانو په کور کې مې وم، خوښ به شم که کور راته جوړ شي او خپل کور کې و اوسیږو.»
له پاکستان را ایستل شوي، محمد یونس و ویل: « زه هم کډوال یم اسناد هم راسره دي ما ته هم باید کور جوړ شي.»
د بلخ د والي مرستیال بیا له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د کډوالو لاسنیوی وکړي.
د بلخ د والي مرستیال، نور الهادي ابو ادریس و ویل: « په دې یوه پروژه د خلکو اړتیاوې نه پوره کیږي، خلک دلته ډېر اړ دي.»
هېواد ته ډېری تازه راستنېدونکي د دایمي سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو دایمي سرپناه ورته جوړې کړي.
په دې اړه مو اندونه