د بامیان والي وایي، د بامیان - دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د غځولو چارې به تر درې کلن ځنډ وروسته ډېر ژر پیل شي.
عبدالله سرحدي وایي، د اوبو او برښنا وزارت سرپرست ورسره ناسته کې د دغه مزي د غځولو چارو د بیا پیل ډاډ ورکړی دی.
د بامیان - دوشي ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزی چې د ۳۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد وړتیا لرې د غځولو چارې یې ۱۳۹۷ لمریز کال کې پیل شوې او پام کې وه چې دوو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو سره یې چارې چې اویا سلنه پرمخ تللې وې، وځنډېدې.
د بامیان والي، عبدالله سرحدي وایي: « د اوبو او برښنا له وزیر سره مو کتنه لرله، موږ ته یې ډاډ راکړ چې هڅه کوي بامیان ته برښنا را ولېږدول شي، ۷۰ سلنه چارې یې مخته تللې دي او ۳۰ نورو ته یې هم موو هڅه کوو چې د برښنا ستونزه حل کړو.»
د مسوولینو په خبره، دا مهال بامیان کې له څلور زرو ډېرې کورنۍ له دولتي برښنا برخمن دي خو د برښنا پرچاوي او لګښتونو له لوړوالي شکایت کوي.
د بامیان ډېری اوسېدونکي چې برښنا ته لاسرسی نلري بیا له حکومته د دغې پروژې د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د بامیان اوسېدونکي، میثم نظري و ویل: « له بده مرغه موږ په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۳ یا ۴ ساعته برښنا لرو، د شپې هیڅ برښنا نه لرو او هیڅ ډول برښنایي وسیله نشو کارولی.»
د بامیان بل اوسېدونکي، محمد هاشم و ویل: « له دولتي برښنا کار اخلو، له بده مرغه کاروبار هم نشته او برښنا هم یو کیلو واټ ۵۰ افغانۍ ده موږ لپاره ډېر ګران تمامیږي.»
د هېواد دغه مرکزي ولایت اووه ولسوالۍ لري چې ۹۰ سلنه خلک یې له برښنا محروم دي او ډېری یې له لمریزې برښنا ګټه اخلي.