کندوز کې یو سوداګر د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د وریجو د پروسیس کارخونه جوړه کړې، چې له پنځو زرو ډېرو کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغې کارخونې مسوول، محمدالله عیني و ویل: «موږ په دې کارخونه کې تر ۱۵ میلیون افغانیو پانګونه کړې ده. دا کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه تولید لري او دغه تولید په پنځه بڼو دی.»
د کارخونې د بازار موندنې مسوول، سیف خوستي هم و ویل: «موږ په یوه میاشت کې ۸ زره ټنه مواد پروسس کوو چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه کیږي. موږ ۱۵۰ تنه کارګر لرو او کروندګر هم راسره همکاري کوي.»
یو شمېر هغه کسان چې په دې کارخونه کې په کار بوخت دي له نورو سوداګرو هم غواړي چې د وزګارۍ کچې ټیټولو په موخه په کوردننه پانګونه وکړي.
د کندز د وریجو د بسته بندۍ او پروسس کارخونې کارګر، روح الله وايي: «له سوداګرو غواړو چې دا ډول کارخونې جوړې کړي. څو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي ځکه په افغانستان کې وزګارتیا زیاته ده.»
یو بل کارګر، نثارالله هم وايي: «ډېر خوشاله یو چې په کندز کې دا ډول کارخونه پرانیستل شوې او فعالیت کوي.»
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د کورنیو تولیداتو ودې په موخه دغه ولایت کې تولید شوي حاصلاتو لپاره بازار موندنه کوي.
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح الدین واحدي بیا وايي: «څه موده مخکې مو یو کرنیز نندارتون جوړ کړی و، ان شاالله د کال په لړ کې موږ نور نندارتونونه هم لرو چې د کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه وکړو.»
کندوز د هېواد له شمالي ولایتونو څخه مهم کرنیز ولایت دی چې د وریجو بېلابېل ډولونه يې ډېر مشهور دي.
په دې اړه مو اندونه