په هلمند کې کروندګرو د کوکنارو پر ځای د ریحان بوټي کرکېلې ته مخه کړې ده.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال پر نږدې یو زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې ریحان بوټي کرل شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج مدیر، محمد نسیم و ویل: « په ۱۴۰۳ کال کې، ۱۴۳۲هکټاره کرل شوې سیمه لرو. چې شاوخوا ۲۵۰۰ مټریک ټنه حاصلات به ورکړي.»
۳۴ کلن عبدالمالک چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، په خپله ۱۸ جربیه ځمکه کې یې ریحان کرلي دي.
نوموړی وایي، په تېرو کلونو کې یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بنډیز وروسته یې د ریحان بوټي کښت ته مخه کړې او هیله لري، چې ښه حاصلات به ورکړي.
په هلمند کې کروندګر، عبدالمالک وايي: پخوا مو تریاک کرل، اوس د تریاکو پر ځای دغه شیان کرو. خوشاله یو، ځکه که کار ورته وشي او زحمت ورته و ایستل شي، د تریاکو برابر کار کوي.
ځينې نور هلمندي کروندګر چې په خپلو ځمکو کې د ریحان کرکیله کړې وایي، چې دا بوټی د کوکنار تر ټولو ښه بدیل دی او له مسوولینو غواړي، چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په هلمند کې یو بل کروندګر، آغا ګل هم په دې اړه وايي: « د کرکېلې پر وخت ارزانه شي، چې د دوی له لاسه و وځي بیا ګران شي.»
کروندګر، زین الله بیا وايي: « که مارکیټونه او بازارونو فعاله شي او پیدا شي. هم به زموږ لپاره ګټه وي. هم به د دوی لپاره ګټور وي. »
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال دغه ولایت کې پر څه باندې زر جریبه ځمکه کې د ریحان بوټي کرل شوي وو، چې دوه زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شول.
په دې اړه مو اندونه