د غور مرکز فېروز کوه ښار څنډو کې نږدې شپږ سوه کورنۍ له سرپناه او لومړنیو اسانتیاو پرته ژوند کوي.
دغه بېځایه شوي وایي، تر دې مهاله ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ذوالفقار چې د غور په مرغاب ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله یې کور ویجاړ او ټول شته یې له لاسه ورکړي، له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره د غور مرکز فیروز کوه ښار ته بې ځایه شوی دی.
ذوالفقار وایي: « هر څه ته اړتیا لرو، هوا ډېره یخه شوې ده، سهار څلور بجې چې ویښ شوم د یخې هوا له امله مې بیا ونشو کولای چې ویده شم. فرش، سرپناه او خوراکي توکو ته اړتیا لرو.»
یو بل کورني بې ځایه شوي، محمد یعقوب و ویل: « اوس مهال شپې ډېرې سړې شوې دي او ډېر په ستونزو یې تېروو. له اسلامي امارت او موسسو غواړو چې موږ ته کور او سرپناه جوړې کړي.»
غور کې د سېلابونو له امله د نور احمد کور هم ویجاړ شوی او له خپلې میرمنې او درېیو روڼ زړو ماشومانو سره بې ځایه شوی دی.
نور احمد د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « له سرپناه پرته نه کیږي او سرپناه ته اړتیا لرو. ژمې هم نږدې دی او زموږ له لاسه هیڅ هم نه کیږي.»
د غور سیمهییز مسوولین وايي، تر دې مهاله مرستندویه بنسټونو له دغو بې ځایه شویو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
دوی وایي، اسلامي امارت د دغو بې ځایه شویو لپاره د دوه سوه کورونو د جوړولو چارې پیل کړي او په خبره یې، نورو کورونو ته هم اړتیا ده.
د غور د کډوالو چارو آمر، میر احمد مصمم و ویل: « دغه خلک چې سرپناه نه لري، که سرپناه ورته جوړه نشي، خوراکي مرستې ورسره ونشي، د ژمي جامې ورته ورنکړل شي نو موږ به د یوې لویې بشري ناورین شاهدان و واوسو او بیا به ټول شرمیږو.»
د غور له بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول له مرغاب ولسوالۍ دغه بې ځایه شوې سلګونه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاو نشتون له امله را روان ژمې ته اندېښمن دي.
په دې اړه مو اندونه