Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غور کې د امکاناتو نشتون؛ د زده کړو بهیر ټکنی کړی

د غور د پوهنې ریاست وايي، دغه ولایت کې له اویا سلنې زیات ښوونځي ودانۍ او ښوونیز امکانات نلري.

د دغه ریاست د مسوولینو په خبره، غور کې ډېری زده کوونکي په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي.

د غور د پوهنې رییس، حفیظ الله محفوظ غوري و ویل: « په غور کې د ۱۳ ادارو په ګډون ۸۳۰ ښوونځي فعال دي. له دې ډلې ۲۲۵ ښوونځي ودانۍ لري او ۶۰۵ نور ښوونځي ودانۍ نه لري.»

غور کې ځینې زده کوونکي وایي، د ودانۍ او ښوونیزو امکاناتو نشتوالي د دوی د زده کړو پر بهیر منفي اغېزې کړې دي. 

زده کوونکې، ګلالۍ و ویل: « موږ خېمې، مېز او څوکۍ لرلې، خو ټول سېلاب یوړې او موږ په توده او سړه هوا کې په پرانیستې فضا کې زده کړې کوو.»

بل زده کوونکي، لطف الله و ویل:« موږ له دولت او موسسو غواړو، چې موږ لپاره یوه سرپناه او ودانۍ جوړه کړي. موږ ۵۰۰ یا ۶۰۰ تنه په توده او خرابه هوا کې زده کړې کوو.»

زده کوونکی، میرویس وایي: « نشو کولای پرانیستې فضا کې زده کړې وکړو، د موټرو او موټرسایکلونو غږونه مو پام اړوي.»

دغه ولایت ښوونکي بيا وایي، ستونزه یوازې د ښوونځیو د ودانیو نشتون نه ده، بلکې په خبره یې، د ښوونیزو امکاناتو لکه کتاب، قلم او کتابچو نشتوالي هم غور کې د ښوونې او روزنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی. 

ښوونکي، عبدالواحد صمدي و ویل: « موږ ۳۵۰ زده کوونکي لرو او د ودانیو او امکاناتو نشتون له امله موږ نه یو توانیدلي، چې په سمه ده توګه تدریس وکړو.»

بل ښوونکي، یار محمد خاکسار و ویل: « که موږ ښوونیز توکي او سرپناه و نه لرو، نو د باران او واورې پر مهال چېرته لاړ شو؟ د کومې تیږې شاته ځان پټ کړو او زده کوونکو ته تدریس وکړو؟»

د غور د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې دغه ولایت کې تر دوه زره زیاتو مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده.

دا مهال د غور په ښوونځیو کې له ۱۷۶ زرو زیاتې نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه