د ناروغانو زیاتوالي، متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي امکاناتو کمښت؛ د بامیان ولایتي روغتون کې د درملنې لړۍ ټکنۍ کړې ده.
د دغه روغتون مسوولین وايي، په ورځني ډول د دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو نږدې زر ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته ورځي.
د بامیان ولایتي روغتون سرطبیب، بصیر الدین معروف و ویل: « د بامیان ولایتي روغتون ۱۰۵ بسترونه لري او تېره میاشت موږ ۱۶۰۰ بستري ناروغان او تر ۲۹ زرو زیات عادي ناروغان لرل.»
د بامیان ولایتي روغتون رییس وایي، د بامیان ولایتي روغتون کې د سترګو، غوږ، ستوني، اعصابو او هډوکو جراحۍ درملنه نه کېږي او په خبره یې، ډېری دغه ناروغ لرونکي اړ کېږي چې خپل ناروغان په زیات لګښت د کابل روغتونونو ته ولېږدوي.
د بامیان ولایتي روغتون رییس، خیرالله احمدي زیاتوي: « هغه خدمات چې اړین دي او اوس باید په ولایتي روغتون کې اوسي، د غوږ اوستوني او اعصابو جراحۍ دي، خو اوس مهال دغه ناروغان د کابل روغتونونو ته ځي.»
د بامیان اوسېدونکي، اغا حسین و ویل: « کله چې د یو چا هډوکی ماتېږي، د بامیان ولایتي روغتون ته راځي، خو د امکاناتو نشتوالي له امله له دې روغتونه کابل ته لېږدول کېږي.»
بلخوا د بامیان د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت ۱۰۵ بستریز حوزوي روغتون د پراختیا په اړه یې له عامې روغتیا وزارت سره خبرې کړې دي.
د بامیان د عامې روغتیا رییس، جعفر ذکي وایي: « بیا بیا مو د اغاخان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره خبرې وکړې، چې د بامیان ولایتي روغتون باید پر حوزوي روغتون بدل شي، چې د نږدې ولایتونو د ناروغانو ستونزې هم حل کړي.»
د شمېرو له مخې یوازې په تېره میاشت کې د بامیان په ګډون له بېلابېلو ولایتونو ۳۰ زره ناروغان د دغه ولایت روغتون ته د درملنې په موخه ورغلي او ویل کېږي چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت، خراب اقتصادي وضعیت او پېچلو لارو د ناروغانو ستونزې لازیاتې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه