د بامیان پوهنې ریاست د یوه کورني مرستندویه بنسټ په مالي مرسته د نجونو په ګډون څه د پاسه زرو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د بامیان د پوهنې رییس وایي، هڅه کوي چې نورو ماشومانو ته هم د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.
د بامیان د پوهنې رییس عنایت الله سهار وایي: « د هغو زده کوونکو لپاره چې اقتصادي ستونزې لري، هڅه مو کړې چې له خصوصي ښوونځیو سره هم خبرې وکړو چې ارزانه او یا هم وړیا زده کړې وکړي.»
ځینې زده کوونکي چې د وړیا زده کړو زمینه ورته برابره شوې، له پوهنې ریاسته د دا ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه کوي.
زده کوونکې، سمیرا و ویل: « ډېره خوشاله یم چې دغه پروګرام زموږ په ښوونځي کې پیل شوې ده، که دغه راز نور پروګرامونه هم په لاره واچول شي، خوشاله کیږو.»
بل زده کوونکي، احسان و ویل: « ډېر خوښ یم چې دلته انګلیسي او کمپیوټر زده کړې کوم او دلته زده کړې وړیا دي او هره ورځ راځو.»
دا مهال بامیان کې څه د پاسه ۱۵۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، خو یو ځینې یې بیا د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو لګښت نشي برابرولی.
په دې اړه مو اندونه