Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د ملګرو ملتونو له لوري د غالۍ اوبدلو مرکز جوړیږي

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو د یو مرکز جوړولو چارې پیل شوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد د دغه مرکز پرانیستې مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به له ګاونډیو هېوادونو د را ایستل شویو افغانانو په ګډون ۵۰۰ تنو ته کاري زمینه برابره شي.

عبدالرحمن راشد و ویل: « دغه پروژه کې به ۵۰۰ تنو ته کاري زمینه برابره شي او هغه کډوالو ته چې له کوربه هېوادونو را ایستل شوي، هم کاري زمینې برابریږي.»

هغه وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ټاپې پروژې او قوش تیپې کانال په څېر د سترو پروژو عملي کېدو سربېره دغه ډول پروژې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه عملي کړي.

د جوزجان والي، ګل حیدر شفق و ویل: « نظام هڅه کوي چې د خپلو خلکو لپاره کاري زمینې برابرې کړي او هېواد اباد کړي. الحمدالله دغه هڅې روانې دي.»

د جوزجان د علماو شورا رییس خیرالله حقاني و ویل: « اسلامي امارت د هېوادوالو د اقتصاد ښه کېدو ته پاملرنه کوي او له سوداګرو غواړي چې د خلکو په اقتصادي ښه کېدو کې پاملرنه وکړي.»

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي د غالیو اوبدلو دغه مرکز جوړولو چارو له پیله هرکلی کوي او د لازیاتو کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.

د اقچې اوسېدونکي او تازه راستون شوي نقیب الله و ویل: « زه خپله معلوم یم او یوه غرفه لرم چې دغو شرایطو کې خپل ژوند مخته نشم وړلی. موږ خوښ یو چې اسلامي امارت دغه راز کارونه پیل کړي څو موږ په کار شو او خپل ژوند مخته یوسو.»

د اقچې بل اوسېدونکي، شاه محمد و ویل: « زموږ له خلکو سره دې مرسته وکړي ځکه زموږ خلک ډېر بېچاره شوي دي او ډېرو مرستو ته اړتیا لري، د غالۍ دغې پروژه چې جوړیږي او ځینې نور کارونه چې روان دي، ډېر ګټور دي.»

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو لمخې، وروستیو میاشتو کې له ګاونډویو هېوادونو را ایستل شویو افغانانو لپاره د لازیاتو پراختیايي پروژو پلي کېدو او کاري زمینو برابرولو په موخه هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه