Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د کرنې وزارت له لوري د کبانو ستر فارم جوړیږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت د کبانو نسل روزنې یو فارم جوړوي.

د دغه وزارت مسوولین وایي، د دغه فارم جوړېدو سره به کندهار د کبانو غوښې تولید له اړخه بسیا شي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر، محمد حامد و ویل: « موږ غواړو کندهار کې د ماهیانو د نسل روزنې یو ستر فارم د کندهار باغ پل کې جوړ کړو، چې پنځلس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا ورکول کیږي، چې په دې سره به د کندهار ترڅنګ د نږدې ولایتونو د اړتیا وړ د کب غوښه تولید کړي.»

کندهار کې دا مهال د کبانو روزنې ۱۸۲ فارمونه فعالیت کوي چې د کبانو بچي ورته له ګاونډیو هېوادونو راوړل کیږي.

د کبانو فارم لرونکي وايي، که یې لاسنیوی وشي دغه برخه کې په کور دننه اړتیاوې پوره کولای شي.

کندهار د کبانو روزنې ټولنې مسوول، محمد ابراهيم و  ویل: « موږ اوس د کندهار د اړتیا وړ ۲۵ سلنې د کب غوښه تولیدوو او د کبانو بچي له پاکستانه راوړو، که مرسته راسره وشي او  اوبه مهار شي موږ دغه اړتیا هم پوره کولای شو.»

 فارم لرونکي، نور احمد و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده، چې مرسته راسره وشي، کندهار د کرنې په برخه کې بیخي شاته روان دی، موږ د کبانو د روزني لپاره زیات امکانات نلرو.»

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو لمخې، دا مهال د دغه ولایت د کبانو روزنې په خاورينو، سيمټي او استوګنیزو فارمونو کې د ګراس، کامن او سیلور په نامه درې ډوله کبان روزل کیږي چې سږ کال به څه باندې دوه سوه زره کیلو ګرامه د کبانو غوښه تولید کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه