په لغمان کې د شاهي کانال پروژې د لومړي فاز رغنیزې چارې پیل شوې.
مسوولین وايي، د دغه کانال لومړی فاز ۶ اعشاریه ۶ کېلومتره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې پنځه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: (زه دغه پروژه په فازونو باندې نه تقسیموم، چې دا اول فاز دی یا دویم فاز دی، مونږ د ټول کانال افتتاح کړې ده او کوو یې، دا اوله حصه یې اته مېلیونه ډالر لګښت لري، د اسلامي امارت له انکشافي بودیجې نه ورکړل شوې ده، لومړي فاز سره به پینځه زره هکتاره ځمکه خړوبه شي، دا مجموعاً شل زره هکتاره ځمکه خړوبېږي.)
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار، فاروق اعظم هم په دې اړه و ویل: ( دا پروژه له دغه سربنده شروع کېږي او اوله برخه به یې ۶.۶ کېلو متره جوړېږي او هغو ځمکو ته اوبه منظمې کوي، چې په غیر منظم شکل اوبو ور روانې دي، دا یوه لویه پروژه ده، چې د ټولو فازونو په جوړېدو سره به سل زره جریبه ځمکه خړوبه شي.)
په همدې حال، د لغمان ځايي خلک که څه هم د دغې پروژې پر پیلېدو خوښ دي او له اسلامي امارت د یاد کانال د پاتې برخو د جوړېدو غوښتنه هم کوي.
د لغمان اوسېدونکی، مجیب الرحمن وايي: ( د درېو برخو چې کوم کار پاتې دی،دا هم باید شروع شي، دلته به خلکو ته د کار زمینه برابره شي، دشتې به پرې ابادې ، ځمکې به پرې خړوبې شي،ځنګلونه دې جوړ شي او د اوبو مخنیوی دې وشي.)
د لغمان یو بل اوسېدونکی، روحان الله هم وايي: ( مخکې دا بند نه و، دا اوبه هسې تللې،دا بند چې جوړ شي موږ به خوشحاله شو،دغه شاړې ځمکې به ابادې او شنې به شي تر څو زمونږ الینګار او لغمان به ډير ښایسته شي.)
د مسوولینو د مالوماتو لمخې د لغمان شاهي کانال شاوخوا اویا کېلو متره اوږدوالی لري، چې په دوو فازونو کې جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا شل زره هکتاره ځمکه خړوبه او لغمان کې به د بهېدونکو اوبو یوه برخه مهار شي.
په دې اړه مو اندونه