په بدخشان کې یو شمېر مسګران وایي، په دې وروستیو میاشتو کې یې کاروبار غوړېدلی دی.
د اومو موادو د بیو ټیټوالی او بهر ته د مسي لوښو صادرېدل؛ د دغه صنعت د ودې اصلي لاملونه بلل کېږي.
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، له صنعتګرو د ملاتړ په موخه د نندارتونونو په جوړولو سره یې د مسګرۍ صنعت د لمنځه تلو مخه نیولې ده.
د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو مدیر، ثمرالدین رحماني وايي: «د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته زموږ صنعتګر په ځانګړې توګه مسګران ډېر کار ته لېواله شوي دي. نندارتونونو کې هم ښه ځلېږي، موږ یې ملاتړ کوو.»
۴۵ کلن عبدالجبار له تېرو څه باندې درېیو لسیزو راهیسې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د مسګرۍ پر صنعت بوخت دی.
هغه وایي، دغه صنعت په وروستیو کلونو کې پیکه شوی و، خو وروستیو میاشتو کې یې یو ځل بیا وده کړې ده.
عبدالجبار د اومو مواد د بیو ټیټوالی او بهر ته د مسي توکو صادرات، د دغه صنعت د ودې اصلي لاملونه بولي.
بدخشان کې یو مسګر، عبدالجبار وايي:«ډېر یې همدلته کارېږي او نورو ولایتونو ته یې هم استوو. بهرنیو هېوادونو کې هم زموږ جوړ شوي توکي پلورل کېږي»
په دغه ولایت کې یو بل مسګر، امید هم وايي: «له حکومته زموږ غوښتنه همدا ده، چې مسګرۍ ته پاملرنه وکړي او ملاتړ یې وکړي. مواد باید ارزانه کړي.»
د آهنګرۍ او نجارۍ تر څنګ، مسګري هم هېواد کې یو له هغو صنعتونو دی، چې خورا زیاته مخینه لري او پخوا به ډېری هېوادوالو په کورونو کې له مسي لوښو ګټه اخیسته، خو په وروستیو کې د بهرنیو توکو په واردېدو سره، ډېری کسبګر د دغه صنعت له پیکه کېدو اندېښمن وو.
په دې اړه مو اندونه