جلال اباد ښار کې د یوه پانګه وال له لوري پر څه باندې یو جریب دولتي ځمکه د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه مارکېټ له لارې به هره میاشت څه باندې ۷ سوه زره افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع کېږي.
مسوولین وايي، دغه مارکېټ ۲۸۰ سوداګریزې هټۍ لري، چې د دېرشو کلونو لپاره یوه سوداګر ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له درکه به یې هر کال د دولت خزانې ته څه باندې اته مېلیونه افغانۍ جمع کېږي.
د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مومن حمید و ویل: «هره میاشت ۷ سوه او ۱۵ زره افغانۍ دولت ته تحویلېږي. دا سلسله به همداسې دوام کوي او په راتلونکو دېرشو کلونو کې به ټول مارکېټ سره له ټولو لوازمو دا مارکیټ د ښاروالۍ په واک کې ورکول کېږي.»
پانګه وال قیمت خان ترین هم په دې اړه و ویل: « دا د ښاروالۍ ځمکه ده، پر دې موږ ۳۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده. هره میاشت ترې ښاروالۍ ۷ سوه ۱۵ زره افغانۍ ښاروالۍ ته تحویلوو.»
په ورته مهال د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د دغه ډول مارکيټونو جوړول د ښار ښکلا لپاره مهم بولي او له حکومته غوښتنه کوي، چې په ښار کې د خپلسرو مارکېټونو د جوړولو مخنيوی وکړي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد شریف وايي: « ښار کې د یوه داسې مارکېټ جوړول دا د هېواد لپاره، د ولایت لپاره بهترین ګام دی. دولت ته پکار ده چې داسې زاړه پخواني مارکېټونه له سره و رغوي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکی سمیع الله درانی وايي: « مارکېټونه چې جوړېږي په ماډرن شکل باید جوړ شي. نوی نقشې چې دي او عصري نقشې چې دي باید هماغسې جوړ شي.»
د جلال آباد ښاروالۍ د مسولينو د معلوماتو له مخې په پلان کې ده چې د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ښاري ښکلا په موخه درې نور لوی سوداګریز مارکېټونه هم جوړ کړي، چې ډیزاین یې د منظورۍ په موخه مرکز ته لېږل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه