Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناروغي او بې وسي؛ د واخان اوسېدونکي د درد د تسکین لپاره تریاک کاروي

واخان د بدخشان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د فیض اباد ښار په ۲۰۰ کیلومتره کې موقعیت لري او د اوسېدونکو په خبره یې په تېرو دوو لسیزو کې دې ولسوالۍ کې پراختیايي پروژې نه دي پلې شوي.

د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي د هوا سړېدو، روغتیايي مرکزونو او درملو کمښت له امله ډېری ناروغان د دردونو ارامښت لپاره له تریاکو ګټنه کوي چې له امله یې ددې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روږدي شوي دي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکی، ولي جان وايي: «ان نشي کولای چې یو پاکټ پراستامول واخلي چې د وجود د درد او سردردۍ لپاره ښه دي. درمل نه مومي او چې درمل پیدا نه کړي نو پلار او مور یې د درد ختمولو لپاره ورته نشه يي توکي ورکوي. هغوی بیا روږدي کیږي.»

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی، باز محمد هم و ویل: «هر کلي ته دوه ساعته لار وي، باید ترمنځ یې روغتیايي مرکزونه وي، دولت هم باید د روږدو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»

خو د بدخشان د والي مرستیال د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو روغتیايي ستونزو په ځانګړې توګه ددغه ولایت د واخان ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د بدخشان د والي مرستیال، امین الله طیب بیا په دې اړه وايي: «د دې لپاره چې دلته د روغتیا برخه ښه پرمخ ولاړه شي، د ولایت مقام ډېر ښه پلان لري چې عملي کیږي او د بدخشان اوسېدونکو ته به یې ډېره ګټه ورسیږي.»

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ ولایت کې پروت ولایت دی چې ۲۸ ولسوالۍ لري چې د سرحدي ولسوالیو ډېری اوسېدونکي یې د روغتیايي مرکزونو، مخابراتو خدمتونو، معیاري سړکونو نشته والي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له مسوولینو یې د حل غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ