Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غلام خان بندر له تړل کېدو سره د سوداګرو اندېښنې زیاتې شوي

د خوست په غلام خان بندر کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ له نښتې پنځې ورځې وروسته هم دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

موټر چلوونکي وايي، سلګونه لاریو کې بار تازه ترکاري او مېوې د خرابېدو په حال کې دي.

موټر چلوونکي نسيم جان وويل: « د پياز او بانجانو ډېر موټر دلته ولاړ دي، هره ورځ خرابېږي او تجارانو ته ډېر تاوان دی او د وطن په زيان ده.»

يو بل موټر چلوونکي ظاهر شاه منګل بيا وويل: « تجارانو ته په ميليونونه تاوان دی، دې موټر کې مميز بار دي، په څلور و پينځو ورځو کې وانه وړي ټول خرابېږي، چې له دېرش تر څلوېښت لکه افغانيو پورې قيمت لري. موږ د اسلامي امارت له مسوولينو غوښتنه کوو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې او دا لار بايد ژر خلاصه شي.»

موټر چلوونکي ولي ځاځي هم وويل: « سل تر يونيم سل پورې د سبزۍ موټر ولاړ او د بانجانو شاوخوا زر موټر بېرته و ګرځېدل او د کولې ډېر موټر ولاړ دي، موږ هم ډېر په ستونزو کې يو.»

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وايي، که پاکستان غواړي له افغانستان سره په عادي بڼه سوداګري وکړي، نو اړینه ده چې سوداګري د سیاست ښکار نکړي، په خبره یې افغانستان د سوداګرۍ لپاره ګڼې بدیلې لارې لري.

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب اميرزي وويل: « موږ د چابهار بندر، د چين لار، د واخان او چابهار سره وتړو اوبو ته به لار پيدا کړو، د حيرتان، شير خان او اقينې بندرونه لرو، موږ يو تړلی هېواد نه يو او د نړۍ هر هېواد سره تړلي يو، اروپا سره د ورېښمو لار په فعاليدو ده، افغانستان به راتلونکو پينځو کلونو کې دې لارو ته اړ نه وي او که پاکستان غواړي موږ نورمال تجارت وکړو، نو تجارت دې له سياسته بېل کړو او دغه ستونزې چې راپورته شوې بايد د خبرو له لارې کړو.»

د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز بيا وايي، هڅې روانې دي چې لار پرانيستل شي او و يې ويل: « اوس هلته وضعيت نور مال دی او کومه ستونزه نسته فقط لار بنده ده، خو د افغان او پاکستاني لوري تر منځ خبرې روانې دي او هيله لرو چې لاره ژر د تجارت پر مخ پرانيستل شي.»

د خوست غلام خان بندر وروسته له هغې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوی، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماښام د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ هغه مهال نښته وشوه، چې پاکستاني لوري له افغان وګړو سره ناسم چلن وکړ.

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وايي، که پاکستان غواړي له افغانستان سره په عادي بڼه سوداګري وکړي، نو اړینه ده چې سوداګري د سیاست ښکار نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه