د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال زابل کې د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د تورې اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپاره.
ملا عبدالغني برادر د دغه بند پرانیستې مراسمو کې چې د اسلامي امارت ځینو نورو چارواکو هم ګډون کړی و، له خلکو غوښتي چې د ملي پروژو پلي کولو کې د سرپرست حکومت ملاتړ وکړي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګڼو پراختیایي پروژو چارې روانې دي چې ډېرو هېوادوالو ته پکې کاري زمینې هم برابرې شوې دي.
ملا عبدالغني برادر و ویل: « په هره برخه کې چې د دوی توان وي، باید د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړ وکړي، »
د تورې بند د دوه اعشاریه نهه میلیونه مټره مکعبه اوبو د زېرمه کولو، ۵۶۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو او ۶۱ کیلو واټه برښنا د تولید وړتیا لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: « خدای تعالی راته توفیق راکړ، موږ ریښتینې وو او په دواړو ولایتونو کې هم په زابل او پکتیکا کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپاره او یوه میاشت مخکی مو هلته پرانیسته وکړه.»
د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست، محمد يونس اخندزاده و ویل: « زموږ به هڅه دا وي چې د زابل لپاره ډېر کارونه وکړو، ډېر خدمتونه وکړو، هر وزارت یې په خپل چوکاټ کې وکړي.»
د زابل اوسېدونکي د تورې اوبو بند جوړېدو ته خوشاله دي او د دغه ډول سترو پروژو عملي کېدل د هېواد په اقتصادي وده کې ګټور بولي.
د زابل اوسېدونکی، عبدالسلام وایي: « د دې بند له درکه به انشاالله د ټولو خلکو ستونزې حل شي، »
د زابل بل اوسېدونکي، عبدالطیف و ویل: « خلک له وچکالۍ سره مخ وو او تر دې مخکې یې باغونه وچ شول، چې لس لکه به یې ترې اخیستې اوس ترې یو لک نشي اخستلی، اوس به انشاالله دغه ټوله سیمه پرې خړوبه شي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه راز ویلي چې ډېر ژر به دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې لوړولو په موخه د خرنې بند سروې چارې هم پیل کړي.