Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

موندنې: بدخشان کې د مارکوپولو هوسیو نسل د ډېریدو په حال کې دی

د یوې تازه سروې موندنې ښيي چې تېرو کلونو کې د مارکو پولو هوسیو نسل چې د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ و، دا مهال د زیاتېدو په حال کې دی.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس فیض الرحمان ابراهیمي وايي، په تېرو کلونو کې دغه ژوي ښکار کېدل، خو په خبره یې اوس یې مخه نیول شوې ده.

د مارکو پولو هوسۍ چې کمیابه ژوي دي او نړۍوال شهرت لري، د بدخشان په واخان او اشکاشم ولسوالیو په غرونو کې ژوند کوي.

فیض الرحمان ابراهیمي و ویل: « یوه لومړنۍ سروې چې شاوخوا ۱۸ ورځې وخت یې ونیوه او په کوچني او لوی پامیر او واخان کې ترسره شوه، ښیي چې مارکوپولو پسونه او ځینې نور کمیابه حیوانات د ډېرېدو په حال کې دي.» 

د مارکو پولو هوسۍ له ۱۶ تر ۱۸ کلونو عمر لري، او ښکرونه یې له ۶۰ تر ۷۰ اینچو وي. دغه وحشي ژوی، په ۱۲۶۹ زېږیز کال کې د بدخشان پامیر سیمې ته د یوه ایټالوي سېلاني له سفر وروسته په دغه نامه وپېژندل شو.

د چاپېریال ساتنې کارپوه، ضیاالحق کامران په دې اړه وایي: « کله چې مارکوپولو سېلانی له خپل پلار سره له چین افغانستان ته راغی، په ۱۲۶۹ زېږیز کال کې د پامیر په سیمه کې له مارکوپولو هوسۍ سره مخ شو او هغه یې په خپل ونوموله. له هغې راهیسې دغه څاروی په همدې نوم مشهوره شوه.»

د بدخشان اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې د د مارکوپولو هوسیو په ګډون دغه ولایت کې د وحشي ژویو د ښکار مخه ونیسي.

د بدخشان اوسېدونکی، بیک محمد احمدي و ویل: « موږ دغه برخه کې له مسوولینو غواړو چې د وحشي څارویو د بې رحمه ښکار مخه ونیسي، ځکه د وحشي څارویو شتون بدخشان ته د سېلانیانو د راتګ لامل کیږي.»

د بدخشان بل اوسېدونکي، شاهپور فایزي و ویل:« له اسلامي امارته غواړو چې د ناقانونه ښکار مخه ونیسي.»

د بدخشان واخان دهلیز په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د پخواني حکومت له لوري د دویم ملي پارک او خوندي ساتل شوې سیمې په توګه اعلان شوی و.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د مالومامتو لمخې، دغه سیمه کې ۳۰ وحشي ژوي او له ۲۷۰ زیات الوتونکي ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه